هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۵-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۵-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۹:۵۸
: 2

د امریکا د مرستو کمېدو د میلیونونو ناروغو مېندو او ماشومانو ژوند ګواښلی دی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) چارواکي خبرداری ورکوي چې د امریکا له لوري د مرستو بندېدو له کبله افغانستان کې د دې سازمان بودیجه له سختو کمښتونو سره مخ شوې، چې له امله یې د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی. د UNFPA مرستیال اجرایي مشر، انډرو سابرټون، له کابل، بامیانو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روغتیايي مرکزونو تر لیدنې وروسته وویل، که د مرستو بندیز دوام وکړي، دا به د افغانانو لپاره یو «ورانوونکې» انساني ناورین رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) چارواکي خبرداری ورکوي چې د امریکا له لوري د مرستو بندېدو له کبله افغانستان کې د دې سازمان بودیجه له سختو کمښتونو سره مخ شوې، چې له امله یې د میلیونونو ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
د UNFPA مرستیال اجرایي مشر، انډرو سابرټون، له کابل، بامیانو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روغتیايي مرکزونو تر لیدنې وروسته وویل، که د مرستو بندیز دوام وکړي، دا به د افغانانو لپاره یو «ورانوونکې» انساني ناورین رامنځته کړي.
سابرټون خبرداری ورکړی چې د امریکا د ۳۳۰ میلیونه ډالرو مرستې کمېدو سره، نږدې ۶.۹ میلیونه افغان ښځې او ماشومان د روغتیايي خدماتو څخه بې برخې پاتې شي.
که دغه وضعیت دوام وکړي، د UNFPA به د خپلو روغتیایي مرکزونو شمېر له ۹۰۰ څخه ۴۰۰ ته راټیټ کړي. دغه مرستې چې په خاصه توګه د میندو او ماشومانو لپاره ضروري دي، د هغوی د ژوند خوندي کولو او د مړینې کچې د کمښت لپاره خورا مهم بلل شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x