روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۰:۱۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۸-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۲-۰۸-۱۴۰۳
ساعت : ۲۲:۱۸
: 2

د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي وباله

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د کانګرېس غړی او د امریکا د استازو جرګې د منځني ختیځ، شمالي افریقا او مرکزي اسیا د فرعي کمېټې مشر جو ویلسون وايي چې د «طالبانو له جبره» د افغانستان د خلاصون او دغه هېواد د «ترهګرو» په پټن‌ځای د نه‌بلېدو لپاره، د دغې ډلې له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي دی.د امریکا استازو جرګې جمعه د تلې پر ۲۷مه په یوه خپاره کړي بیان کې د افغانستان د متحدې جبهې له مشر سره د جو ویلسون د لیدنې خبر ورکړی دی.

د کانګرېس غړی او د امریکا د استازو جرګې د منځني ختیځ، شمالي افریقا او مرکزي اسیا د فرعي کمېټې مشر جو ویلسون وايي چې د «طالبانو له جبره» د افغانستان د خلاصون او دغه هېواد د «ترهګرو» په پټن‌ځای د نه‌بلېدو لپاره، د دغې ډلې له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي دی.

د امریکا استازو جرګې جمعه د تلې پر ۲۷مه په یوه خپاره کړي بیان کې د افغانستان د متحدې جبهې له مشر سره د جو ویلسون د لیدنې خبر ورکړی دی.

د بیان پر بنسټ، په دې لیدنه کې د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات ویلسون ته په هېواد کې د «ترهګرۍ» د ورځ تر بلې زیاتېدو ګواښ خبرتیا ورکړې ده.

په بیان کې راغلي: «دا ګواښ د سیمې بې ثباتي روانه ساتي او د امریکا متحده ایالاتو او همداراز په ټول منځني ختیځ او افریقا کې د امریکا ډیپلوماتیکو، پوځي او سوداګریزو ګټو ته د پام وړ خنډونه جوړوي.»

په دې لیدنه کې د افغانستان د متحدې جبهې د سیاسي کمېسیون مشر عبدالقیوم رحیمي او د کولمبیا خونې رئیس او اجرائیوي مدیر کارل ډبلیو بلیکسټون او همداراز د امریکا پخواني پوځي افسر جیمز سمېټ هم حضور لرلو.

د بیان پر بنسټ، د دې لیدنې اصلي محور د امریکا په استازو جرګې د طالبانو پر وړاندې د مخالفو جبهو د پیاوړتیا په موخه د یوې طرحې جوړول بلل شوي دي.

ویلسون همداراز د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو وضعیت ناوړه ښودلی دی.

د هغه په اند، روان وضعیت د منلو وړ نه دى او د نړيوالې ټولنې سملاسي پاملرنې ته اړتيا لري.

څه موده مخکې د افغانستان د مقاومت جبهې یوه پلاوي هم د امریکا د استازو جرګې له غړو سره لیدنې او خبرې‌اترې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د امریکا دولت ویلي و چې د طالبانو پر ضد له پوځي جبهو ملاتړ نه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x