روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۳۲

د امریکا استازي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله خبرې‌اترې وکړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد الخلیفي سره لیدلي دي. وېسټ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې «د افغانستان راتلونکې او د پرمختګ لاره» د دې خبرواترو محور و.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد الخلیفي سره لیدلي دي.

وېسټ چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې «د افغانستان راتلونکې او د پرمختګ لاره» د دې خبرواترو محور و.

همداراز په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د «حل په پراختیا او د ګډو ټکو په رامنځته کېدو کې د قطر فعاله ونډه» ستایلې ده.

دمګړۍ قطر د افغانستان په سیاست کې مهم لوبغاړی بلل کېږي.

له طالبانو سره د قطر اړیکې د دغې ډلې د ظهور لومړیو کلونو ته ورګرځي؛ خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پرانېستل او د دوحې له خوا له دغې ډلې پراخ ملاتړ او بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې لاسلیکېدلو وروسته دغه هیواد د افغانستان په تحولاتو کې د یو اغېزمن عامل په توګه بدل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x