روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۷

«د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناسته پېل شوه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت «د افغانستان د سیمه‌ییزې همکارۍ ابتکار» ناستې د پېلېدو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل دوشنبه د سلواغې پر ۹مه د دې ناستې د پېلېدو خبر ورکړی دی.

په دې ناسته کې د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو ځانګړي استازي او سفیران برخه لري.

د دې ناستې موخه، د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییز روایت د جوړېدو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې ښودل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا برخې مشر سیدرسول موسوي تېره اوونۍ د دې ناستې د جوړېدو په اړه خبر ورکړی و.

له بلې خوا تمه کېږي چې په نږدې راتلونکې کې په دوحه کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته هم جوړه شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x