روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۵۸ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۱-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۵۸
: 1

د افغانستان درېیمه ډېره کارېدونکې ژبه؛ «د اوزبکي ژبې د بډاینې لپاره پاشلې هڅې بسنه نه کوي»

پایگاه خبری تحلیلی روایت : له فارسي او پښتو وروسته اوزبکي په هېواد کې درېیمه ترټولو ډېره کارېدونکې ژبه بلل کېږي. په تېره يوه نيمه پېړۍ کې د دغې ژبې د ودې او بډاينې لپاره پاشلې هڅې چې په کې د نشریو تاسیس، د درسي کتابونو چاپول، د خبري خپرونو او د هېواد په رسمي کاليزه کې د اوزبکې ژبې د ورځې شاملول، ترسره شوې دي. خو د اوزبکي ژبې ويونکي په هېواد کې د دې ژبې د ودې او پراختيا په برخه کې د ښوونیزو او فرهنګي بنسټونو له نه‌پاملرنې شکايت کوي او وايي چې په تېره یوه نیمه پېړۍ کې دولتونو اوزبکانو ته دا زمینه نه ده برابره کړې چې په مورنۍ ژبې زده‌کړې وکړي او د دې ژبې په وده کې ونډه واخلي.

له فارسي او پښتو وروسته اوزبکي په هېواد کې درېیمه ترټولو ډېره کارېدونکې ژبه بلل کېږي. په تېره يوه نيمه پېړۍ کې د دغې ژبې د ودې او بډاينې لپاره پاشلې هڅې چې په کې د نشریو تاسیس، د درسي کتابونو چاپول، د خبري خپرونو او د هېواد په رسمي کاليزه کې د اوزبکې ژبې د ورځې شاملول، ترسره شوې دي. خو د اوزبکي ژبې ويونکي په هېواد کې د دې ژبې د ودې او پراختيا په برخه کې د ښوونیزو او فرهنګي بنسټونو له نه‌پاملرنې شکايت کوي او وايي چې په تېره یوه نیمه پېړۍ کې دولتونو اوزبکانو ته دا زمینه نه ده برابره کړې چې په مورنۍ ژبې زده‌کړې وکړي او د دې ژبې په وده کې ونډه واخلي.

اوزبک فرهنګیان او څېړونکي وايي چې په دې وروستيو کلونو کې د اوزبکي ژبې د بډاينې لپاره شوې هڅې بسنه نه کوي او اړتیا ده څو په دې برخه کې بنسټيز او عملي ګامونه پورته شي.

د فارياب ولايت اوسېدونکی عبدالوکيل له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: « په مورنۍ ژبه زده کړه د هر وګړي حق دی. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دري، پښتو، انګلیسي او عربي ژبې تدریس کیږي، خو د اوزبکي ژبې کوم ځانګړی مضمون نشته.»

د فارياب ولايت نوموړی اوسېدونکى د دغه ولايت د مرکز ميمنې ښار د ابو عبيد جوزجاني له لېسې فارغ شوى او د کانکور په ازموينه کې يې د کابل دولتي پوهنتون ته لار موندلې. هغه زیاتوي: «کله چې زه په ښوونځي کې زده‌کوونکی وم، یوازې یو ځل چې کال مې په یاد نه دی، موږ ته د اوزبکي مضمون کتاب راکړل شو، مو د اوزبکي ښوونکی نه لرلو او دا مضمون په سمه توګه تدریس نه شو. بل کال، اوزبکي ژبه له نصابه و اېستل شوه او بیا د اوزبکي درسي کتاب نور موږ ته ونه وېشل شو.»

د جوزجان اوسېدونکی غلام فاروق وايي چې یوازې په اوزبکي ژبه پوهېږي، خو نه شي کولای په مورنۍ ژبه لیکل وکړي. دی زیاتوي: « زه ان په ټلوېزیون کې د خبرونو فرعي سرلیکونو لوستلو کې ستونزه لرم، او که له مانه وغوښتل شي چې په اوزبکي ژبه یو لیک ولیکم، نه یې شم کولای. لامل یې دا دی چې حکومت اوزبکانو ته په اوزبکې ژبه د زده‌کړې زمینه نه ده برابره کړې.»

د شته معلوماتو له مخې، د اوزبکو ولایتونو په دولتي ښوونځیو کې د اوزبکي ژبې تدریس په ۱۳۷۵ کال کې پېل شو. هغه مهال د پوهنې وزارت اعلان کړى و چې تر څلورم ټولګي پورې به په اوزبک مېشتو ولايتونو کې زده‌کوونکو ته اوزبکي ژبه تدريس کېږي.

په لومړیو پړاوونو کې دا طرحه له ننګونو سره مخ وه لکه د اوزبکې ژبې د ښوونکو او کتابونو کمښت. د کورنیو جګړو پر مهال په شمالي ولایتونو کې د اوزبکي ژبې تدریس بند شو.

په هیواد کې د اسلامي جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته دا طرحه په ۲۰۱۰ کال کې بیا را ژوندۍ او بیا هم له ناکامۍ سره مخ شوه.

د پوهنې وزارت د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ کلونو ترمنځ د د اوزبکي ژبې کتابونه چاپ او د ازبک مېشتو ولایتونو په ښوونځیو کې یې ووېشل. هغه مهال ویل شوي و چې د اوزبکي ژبې د ښوونکو کمښت او د دې ژبې د ودې په برخه کې د پوهنې وزارت بې غوري د دې لامل شوې چې دا طرحه له ناکامه شي او دغه وزارت بیا اوزبکي کتابونه چاپ او توزیع نه کړي. د اوس لپاره د پوهنې وزارت په نصاب کې د ازبکي ژبې کوم مضمون نه دی شامل.

د رسنیو له لارې په اوزبکي ژبه د خپرونو جوړول او خپرول بل هغه کار دی چې په هېواد کې د دغې ژبې د بډاینې لپاره ترسره شوی دی. د لیکوال او ژورنالیست محمدعالم کوهکن د څېړنو له مخې چې د بی‌بي‌سي‌ فارسي په ویب‌پاڼه کې خپاره شوي، د رسنیو له لارې په اوزبکي ژبه د تفریحي او خبري خپرونو جوړول په هېواد کې له ۱۳۵۰ هجري لمریز کال څخه وروسته پېل او د کورنیو او ګوندي جګړو پر مهال یې په ځنډني توګه دوام وکړ.

دولتي نشریې «یولډز» او د ملي راډیو او ټلوېزیون له لارې په اوزبکي ژبه د خبرونو خپرول په هېواد کې د طالبانو د واکمنۍ تر لومړۍ دورې پورې د رسنیو د اوزبکي ژبې د مهمو خپرونو په توګه یادولای شو. دا پروګرامونه د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې بند شول. په ١٣٨٠ کال کې په هېواد کې د جمهوري نظام له رامنځته کېدو وروسته د اوزبکي ژبې خپرونې بيا فعالې شوې او تر ډېره خصوصي رسنيو په دې برخه کې مخکښې وې.

په همدې توګه، اوزبک فرهنګیان د جمهوریت پرمهال د اوزبکي ژبې د ودې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ. د ۲۰۱۸ کال د تلې په میاشت کې د یو شمېر اوزبکي کلتوري بنسټونو استازو د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمداشرف غني ته وړاندیز وکړ چې د تلې ۲۹مه د ازبک ژبې د ملي ورځې په توګه د هېواد په رسمي کلیزه کې شامل کړي. د حکومت کابینې د اوزبکي فرهنګیانو دا طرحه د هماغه کال په سلواغې میاشت کې په یوې غونډه کې تصویب کړه او د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۹ کال د تلې ۲۹مه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اوزبکي ژبې د ملي ورځې په توګه ونمانځل شوه.

خو له دې سره سره د اوزبکي ژبې فرهنګیان وايي چې په هېواد کې د ازبکي ژبې د بډاينې لپاره بنسټيز کار ته اړتيا ده.

د اوزبکي ژبې شاعر او څېړونکی محمد عالم لبیب په هېواد کې د اوزبکي ژبې د ودې لپاره د فرهنګیانو د هڅو د ستاینې ترڅنګ ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: « د اوزبکي ژبې د املا په هکله لا هم ډېر بحثونه شته دي. افغانستان یوازینی هېواد دی چې اوزبک اوس هم په عربي الفبا لیکل کوي، په داسې حال کې چې په ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، روسیه او نورو هېوادونو کې د اوزبکي ژبې ترکیبونه په لاتیني حروفو لیکل کېږي او له دغو ماخذونو څخه په هېواد کې کار نه اخیستل کېږي.

ښاغلی لبیب زیاتوي چې د اوزبکي ژبې د څېړنیز مرکز په جوړېدو سره کولای شي د اوزبکي ژبې بډاینه زیاته کړي. هغه وايي: « مونږ کلونه وړاندې وړاندیز وکړ چې د نورو کلتوري بنسټونو تر څنګ دې د اوزبکي ژبې د څېړنې مرکز جوړ شي او یا دې په خپلواګه توګه جوړ شي او له اوزبک فرهنګیانو سره دې په سلا د دغې ژبې د واحدې املا لپاره کار وکړي او د اوزبکي ژبې په واحد جوړښت او املا دې هوکړه وشي.»

د کابل پوهنتون دا مخکینی استاد وړاندې وايي: « په یوې ټولنه کې هره ژبه هغه مهال وده او پرمختګ کوي کله چې دا ژبه په پراخه کچه وکارول شي، په هغې ژبه کې تدریس وشي، په چاپي، غږیزو او انځوریزو او همداراز په ډله‌ییزو رسنیو کې ځای ولري او اثار یې وپنځول شي او خپاره شي. د یوې ژبې د پراخې کارونې لپاره د مناسبو شرایطو له رامنځته کولو پرته، نه یوازې دا چې د هغې د بډاینې په اړه خبرې نه شو کولی، بلکې د وخت په تېرېدو سره به د هغې ژبې وجود هم له خطر سره مخامخ شي.»

ازبک فرهنګپال په دې باور دي چې عصري ترکي اوزبکي ژبه د سیمې او نړۍ له ارزښتناکو او ژوندیو ژبو څخه ده چې لرغونی تاریخ لري او اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځوس میلیونه ویونکي لري.

د نړۍ د ژبو د وېش په برخه کې دا ژبه د ترکي ژبو د لهجو په کورنۍ کې راځي او خپله د التای ژبو په ډله کې ریښې لري چې د ډیری وختونه  له تکامل تېره شوې ده.

په افغانستان کې د ازبکي ژبې د ويونکو شمېر تر اوسه د کره  احصایې نشتوالي له کبله نه دی معلوم شوی. له افغان اوزبکانو پرته د اوزبکي ژبې ټول ویونکي د لوستلو او لیکلو لپاره لاتیني الفبا کاروي. افغان اوزبکان په لیکلو او لوستلو کې فارسي او عربي توري کاروي.

اوزبکان په هېواد کې له نورو توکمونو سره پاشلی ژوند کوي او اوزبکي ژبه له فارسي او پښتو وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډېر ويونکي لري.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x