روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۲۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۳۰-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۲۲
: 2

د افغانستان اماني صندوق د سویس له حکومت سره د خوندیتوب تړون لاسلیک کړ

 په سویس کې د افغانستان اماني صندوق او د دغه هېواد فدرالي شورا د «امتیازونو او خوندیتوب» تړون لاسلیک کړ.

یاد هوکړه‌لیک د پنجشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۲مه د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شو چې پر بنسټ یې دغه صندوق ته د لېږدول شوې افغاني شتمنۍ خوندیتوب تضمینېږي.

د دغه هوکړه‌لیک عقد چې د روان کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پلي شوی، د کوربه دولت قانون سره سم، دا امکان برابروي چې د صندوق خپلواکي او فعالیت تضمین کړي او د شتمنیو ساتنه یې وکړي.

د دې هوکړې له مخې، د افغانستان اماني صندوق بورډ تضمین کړی چې دا پیسې به یوازې هغه مهال د افغانستان مرکزي بانک چې د طالبانو تر ادارې لاندې دی، واستول شي څو دغه بانک وکړای شي له سیاسي نفوذه خپله خپلواکي وښيي.

سربېره پر دې، د طالبانو په واک کې د افغانستان مرکزي بانک باید تضمین وکړي چې د پیسو وینځلو او د تروریزم تمویل سره د مبارزې لپاره یې مناسب اقدامات کړي دي.

د امتیازونو او خوندیتوب په اړه د دغه هوکړه‌لیک عقدونه په جینوا کې د افغانستان اماني صندوق دریځ پیاوړی کوي او د بېلابېلو اړخونو ترمنځ د بنسټیزو همکاریو لامل کېږي.

د افغانستان اماني صندوق چې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې د سویس د قوانینو له مخې رامنځته شوی، د دغه هېواد د خلکو ګټو لپاره د افغانستان د ۳.۶ میلیارډه ډالرو د شتمنۍ ساتنې مسوولیت په غاړه لري.

په دغه صندوق کې شتمنۍ د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه ده چې تېر کال دغه صندوق ته سپارل شوې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x