سرچینو وایې چې د اشرف غني یوه مخکیني ساتونکي رحمدل حنفي په کابل کې وروسته له هغه ځان وژلی چې طالبانو یې مېرمن ونیوله. نوموړي د یکشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۲۵ مه ځان وژلی.
د طالبانو استخباراتو هڅه کوله رحمدل حنفي ونیسي او کله چې دوی د هغه په موندلو کې پاتې راغلل، د ده مېرمن یې له ځان سره یووړه.
رحمدل حنفي ۹ اولادونه لري. سرچینې وايي، چې د خپلې مېرمنې د موندلو او خلاصون لپاره یې د طالبانو مختلفو ادارو ته مراجعه کړې وه، خو ځواب یې نه و ترلاسه کړی.
سرچينه وايي، رحمدل حنفي د کابل له سقوط وروسته ایران ته تللی و، خو د طالبانو د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي او د پنجشېر پخواني والي قدرت الله اميني په ضمانت بېرته افغانستان ته راستون شوی و.
سرچینه زیاتوي، چې د رحمدل حنفي د مېرمنې برخلیک لا هم څرګند نه دی او دا هم نه ده جوته، چې چېرې لېږدول شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې له دې وړاندې هم يو شمېر پخواني افغان سرتېري او چارواکي او يا د هغوى د کورنيو غړي نيولي دي.
رحمدل حنفي د پنجشېر اوسېدونکی و او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود په کومانډو سرتېرو کې هم پاتې شوی و.