روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۹

د ازبکستان او فرانسې چارواکو د افغانستان د کړکېچ د حل په تړاو خبرې کړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په چارو کې د دې هیواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف د فرانسې د وسله والو ځواکونو د وزارت له یوه پلاوي سره د افغانستان د اوسني وضعیت او د کړکېچ د حل لارو پر لټولو خبرې کړې دي.د دې وزارت له اعلامیې سره سم، دا لیدنه پرون (جمعه، ۲۰ د تلې) په تاشکند کې وشوه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان په چارو کې د دې هیواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف د فرانسې د وسله والو ځواکونو د وزارت له یوه پلاوي سره د افغانستان د اوسني وضعیت او د کړکېچ د حل لارو پر لټولو خبرې کړې دي.

د دې وزارت له اعلامیې سره سم، دا لیدنه پرون (جمعه، ۲۰ د تلې) په تاشکند کې وشوه.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې همدا راز دواړو اړخونو په دې لیدنه کې د پولو د پیاوړتیا، له تروریزم، د نشیي توکو او وسلو له قاچاق سره د مبارزې په برخه کې خبرې کړې او دواړه اړخونه ځینو توافقونو ته رسېدلي.

دې وزارت ویلي چې د فرانسې پلاوي د سیمې په امنیت او ټیکاو کې د ازبیکستان رول ته په اشارې هیله ښوولې چې په راتلونکې کې هم په دې تړاو هیله بښونکې همکارۍ وشي.

ازبیکستان پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دې ډلې سره تعامل لري.

په بېلابېلو وختونو کې دواړو لورو کابل او تاشکند ته سفرونه کړي او څو سوداګریز او اقتصادي تړونونه یې هم لاسلیک کړي دي.

ازبیکستان د دې مودې پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او قومي او مذهبي ډلو د حقونو د نقض په اړه څرګندونې نه کوي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x