روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۵۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۵۴

د اروپايي ټولنې مشرانو په منځني ختیځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د اسرائیل او لبنان حزب‌الله تر منځ د تاوتریخوالي له زياتېدو سره جوخت د مديترانې په سمندر کې د اروپايي ټولنې د نهو غړو هېوادونو مشرانو په منځني ختيځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

 

د اسرائیل او لبنان حزب‌الله تر منځ د تاوتریخوالي له زياتېدو سره جوخت د مديترانې په سمندر کې د اروپايي ټولنې د نهو غړو هېوادونو مشرانو په منځني ختيځ کې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

دوی جمعه د اکټوبر پر ۱۱مه په یوه ګډ خپاره کړي بیان کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د اوربند ټينګښت اړین دی.

په بیان کې راغلي دي: «د غزې جګړې له پراخېدو وروسته، موږ د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ د پوځي نښتې د زیاتېدو په هکله خپله ژوره اندېښنه څرګندوو.»

د فرانسې، ایټالیا، اسپانیا، یونان او پرتګال مشرانو ټینګار کړی چې دوی د سملاسي اوربند او د لبنان او جولان لوړو ته د بشري مرستو د رسونې په لټه دي.

د یادونې ده چې د لبنان حزب‌الله شاوخوا يو کال مخکې له حماس غورځنګه د ملاتړ په موخه پر اسرائیلو راکټي بریدونه پېل کړل چې له دې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ نښتې ډېرې شوې.

دا نښتې اوس مهال د لبنان په سوېل او د دغه هېواد په نورو سیمو کې پراخې شوې دي.

له دې مخکې د اروپايي ټولنې هېوادونو د اسرائیلو او حماس غورځنګ ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x