روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۰۹ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۱۴-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۰۹
: 3

د ارغواني شنبو غورځنګ: د طبي مرکزونو تړنه، د افغان ښځو وروستۍ هیلې هم له منځه یوړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ارغواني شنبو غورځنګ د طالبانو له‌خوا د ښځو لپاره د طبي انستیتونو د تړلو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له‌خوا د طبي مرکزونو تړنه د افغان نجونو د هیلو وروستی روښنایي هم تته کړه.

 

د ارغواني شنبو غورځنګ د طالبانو له‌خوا د ښځو لپاره د طبي انستیتونو د تړلو په غبرګون کې وایي، چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د طالبانو له‌خوا د طبي مرکزونو تړنه د افغان نجونو د هیلو وروستی روښنایي هم تته کړه.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پر طبي زده‌کړو بندیز د هېواد روغتیایي سیستم ګډوډ کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، ښځینه طبي متخصصینې د ښځو او ماشومانو د پاملرنې په برخه کې اړینې دي، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې واکمن دودونه تر ډېره نارینه ډاکټرانو ته د ښځو د ورتګ مخه نیسي.

دغه غورځنګ د اندېښنې په څرګندولو سره لیکلي، چې دغه فرمان د مېندو او ماشومانو روغتیایي حالت ته چې وار د مخه په کړکېچن حالت کې دی، نور زیان هم اړوي چې ورسره د بې شمېره مړینو لامل هم کېدای شي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه فرمان پر افغان ښځو د طالبانو له‌خوا د محدودیتونو هغه لړۍ تعقیبوي، چې په دې کې د ثانوي او لوړو زده‌کړو او د ښځینه‌و په کار کولو د بندیز ترڅنګ ځیني نور بندیزونه هم شامل دي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې د طبي مرکزونو تړل د عامه ژوند له هر اړخه د ښځو د حذفولو لپاره د طالبانو د هوډ ښکارندویي کوي.

خبرپاڼه کې راغلي، طالبان د افغانستان د ښځو د ارمانونو په له منځه وړلو سره د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه هم سرغړونه کوي.

د دغې خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید په بېړنۍ توګه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره اقدام وکړي، د هغوی غږ دې پورته کړي او طالبان دې د بشري ضد کړنو لپاره حساب کتاب او ځواب ویلو ته راکاږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x