هر ګړې د کابل په وخت : ۹:۰۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۲-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۹:۰۵

د اتریش په سوېل کې په یوه برید کې یو ۱۴ کلن هلک وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د اتریش په سوېل کې د چړې پرمټ په شوي برید کې یو ۱۴ کلن ځوان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان دي.

 

فرانس پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د اتریش په سوېل کې د چړې پرمټ په شوي برید کې یو ۱۴ کلن ځوان وژل شوی او ۵ تنه نور ټپیان دي.

ځایي پولیسو ویلي، چې د برید په تړاو یې یو شکمن سوریایي وګړی چې په دغه هېواد کې قانوني استوګنه لري نیولی دی.

پولیسو زیاته کړې، چې پېښه د ویلج په ښار کې رامنځته شوې او قربانیان یې هم ټول نارینه دي، په ټپیانو کې د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی.

د ویلج پولیسو ویاند راينر دیونیسیو ویلي، چې د برید لامل لا روښانه نه دی.

هغه زیاته کړه، چې پولیس د شکمن کس د شخصي شالید په اړه پلټنې کوي.

هغه وویل:« موږ باید د باوري معلوماتو ترلاسه کولو پورې انتظار وکړو، چې ایا د پېښې لامل یوازې همدا یو کس دی او که تر شا یې د کومې ډلې لاس دی.»

د اتریش د کارنتن ولایت والي پیټر کایزر د وژل شوي ۱۴ کلن ځوان د کورنۍ سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره وویل:« دغه زړه بوږنوونکی جنایت باید سختې پایلې ولري. ما تل په روښانه توګه ویلي، هغه کسان چې په کارنتن یا اتریش کې ژوند کوي، باید د قانون او زموږ د ټولو پالیسیو او ارزښتونو درناوی وکړي.»

په اتریش کې دغه پېښه وروسته له هغې شوې، چې په تېر دسمبر کې د اتریش په ګډون ځینو نورو اروپایي هېوادونو کې د سوریایي وګړو د پناه غوښتنې په اړه پرېکړې وځنډول شوې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x