هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۳۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۴-۰۱-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 3
تاریخ : ۲۴-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۳۸
: 3

داوودزی: جمهوري نظام پر افغان ولس تپل شوی و

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د «افغانستان د جګړې د ارزونې په کمېسیون» کې د هېواد لپاره د جمهوري نظام انتخاب یوه تېروتنه بللې او په وینا یې، شاهي یا پارلماني سېسټم د دغه هېواد لپاره ښه انتخابونه کېدای شي. داوودزی وايي چې جمهوري نظام پر افغان ولس تپل شوی و.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمدعمر داوودزي د «افغانستان د جګړې د ارزونې په کمېسیون» کې د هېواد لپاره د جمهوري نظام انتخاب یوه تېروتنه بللې او په وینا یې، شاهي یا پارلماني سېسټم د دغه هېواد لپاره ښه انتخابونه کېدای شي. داوودزی وايي چې جمهوري نظام پر افغان ولس تپل شوی و.
هغه د امریکا په مشرانو جرګه کې د «افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون» په غونډه کې انلاین ګډون کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې جوړ شوي جمهوري نظام سېسټم واک د یوه کس په لاس کې و.
نوموړي زیاته کړې چې دا پرېکړه په افغانستان کې ټولنیزې تنوع ته په پام «مناسبه نه وه.» د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ټینګار کړی چې په افغانستان کې شاهي یا پارلماني نظام کولای شول د واک توازن رامنځته کړي.
داوودزي وویل: «زه د هغو څو افغانانو له ډلې وم چې د افغان ملي اردو د بیارغونې په پرېکړو کې یې برخه اخیستې وه. په دې برخه کې یوه بنسټیزه تېروتنه د داوطلبانه اردو منل و.»
د امریکا د مشرانو جرګې د «افغانستان د جګړې ارزونې په کمېسیون» کې د طالبانو د سولې هڅو نه‌پاملرنې ته په اشارې ویلي چې دغې ډلې هغه وخت د سولې وړاندیز کړی و، خو پخواني افغان حکومت رد کړ.
عمر داوودزي څرګنده کړه: «د ۲۰۰۴ کال په منځ کې یوه طالب پلاوي له ما سره پټه اړیکه ونیوله او د طالبانو د ۳۰ مشرانو یو لېست یې راکړ چې ۱۲ یې پخواني وزیران او ۱۱ پخواني واليان وو او په هغوی کې حقاني او عبدالکبیر غوندې مهم شخصیتونه هم شامل وو.
هغوی د پخلاینې چمتووالی لرلو، خو شرط‌ یې دا و چې د خپلو تېرو کړنو له‌پاره دې ورته بخښنه ورکړل شي.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x