په ننګرهار کې سیمهییزې سرچینې وايي، داعش جنګیالیو په دغه ولایت کې د طالبانو یو غړی وژلی دی.
سرچینې منلې چې د طالبانو دغه غړی «کمردین» نومېده او داعش جنګیالیو د دوشنبېشپه، مرغومي په ۱۸مه د دره نور ولسوالۍ په «وایګل» سیمه کې د هغه پر کور برید کړی او وژلی یې دی.
د طالبانو دغه غړی د رخصتۍ لپاره په دره نور کې خپل کور ته تللی و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، داعش جنګیالیو د طالبانو د دغه غړي وسلې هم له ځانه سره وړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
داعش ډلې هم تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
ویل کېږي چې داعش د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې نفوذ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې داعش جنګیالیو د کونړ ولایت په چوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له یوه کس سر غوڅ کړ.
اړوندې لیکنې :
- طالب جنګیالیو په بلخ کې يو هټۍوال پر «چړې» وژلی
- هېواد کې د مرموزو وژنو زیاتوالی؛ په ننګرهار کې ناپېژاندو وسلهوالو یو کس وژلی
- طالبانو په نیمروز کې یو پخوانی پوځي وژلی
- په لوګر کې طالبانو د تېر حکومت یو ډګروال د چړې پر ګوزارونو وژلی
- ننګرهار کې یو کس د طالبانو دوه نظامیان په ډزو وژلي
- طالبانو په ننګرهار کې د ولسي جرګې یو مخکېنی غړی نیولی