هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۵۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۰۷-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۵۲
: 1

خټک: دیني مدرسې باید د علم او تمدن سرچینه پاتې شي، نه د جګړو ډګر

پایگاه خبری تحلیلی روایت : افراسیاب خټک پر اېکسپاڼه لیکلي، چې دیني مدرسې له پیړیو راهیسې د دین زده کړې ترڅنګ د دنیاوي علومو زده کړې ورکوي، خو د ۱۹۸۰ کال وروسته بې ګناه ماشومان د ډالري جګړو سون توکي ګرځول شوي دي.

پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي، د تېرو څلور نیمو پیړیو راهیسي ماشومان د ډالري جګړو د سون توکي ګرځول شوي او د طالب مانا هم بدله شوي.

افراسیاب خټک پر اېکسپاڼه لیکلي، چې دیني مدرسې له پیړیو راهیسې د دین زده کړې ترڅنګ د دنیاوي علومو زده کړې ورکوي، خو د ۱۹۸۰ کال وروسته بې ګناه ماشومان د ډالري جګړو سون توکي ګرځول شوي دي.

نوموړي لیکلي:«د طالب مانا بدله شوه. اوس اړتیا ده چې د مدرسو تړاو له عسکریت څخه پرې کړای شي او د علم سره وصل شي، څو دا مدرسې د وسله والو پرځای د ابن سینا په څیر عالمان وروزي.»

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x