سرچینې وايي، د ټيټيپي جنګیالیو په خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر یو مرکز موټربم چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې ۲۶ پوځيان وژل شوي دي.
سرچینو یکشنبه د ډېسمبر پر ۲۹مه، وایی دا چاودنه تېره ورځ په دېره اسماعيل خان سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې د ټيټيپي جنګیالیو د پاکستاني پوځ پر مرکز برید وکړ.
د سرچينو په وینا، په دغه مرکز کې جګړې څو ساعته دوام کړی دی.
ورته مهال، سرچينو زیاته کړې چې تېره ورځ په شمالي وزيرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوې امنيتي پوسته د ټيټيپي جنګیالیو بريد کړى چې په په پایله کې يې اته پوځيان وژل شوي دي.
پاکستاني پوځ تر اوسه په رسمي ډول په دې تړاو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي و چې روان زېږدیزکال د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ۶۷۰ امنیتي پېښې شوې دي.
د دغه بنسټ په وینا، په دې پېښو کې ۲۰۴ پاکستاني پوځیان او ۱۷۴ ملکیان وژل شوي دي.
د يادونې ده چې روان کال خيبرپښتونخوا د شدیدو امنیتي پېښو شاهده ده.