د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف په تونده لهجه ویلي، چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ لپاره کلونه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو تورونه وزغمل؛ خو نن یاده ډله د پاکستان پر ضد له هند او اسراییل سره څنګ په څنګ ولاړه ده.
د جیو نیوز د راپور له مخې؛ خواجه اصف زیاته کړې، پاکستان د طالبانو د پلویتوب له کبله د ترهګرۍ د ملاتړي هېواد په توګه پېژندل شوی؛ خو اوس طالبانو اسلام اباد ته شاه کړې ده.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په سر رامنځته شوې کشاله کې دواړه هېوادونو پر یو بل هوایي بریدونه وکړل.
هممهاله بیا د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جی اېس شنکر ترمنځ په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ ټینګار شوی دی.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغه اړیکه د طالبانو او نوي ډيلي ترمنځ د تعامل نوی باب پرانېستی.
همدا راز راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان پر ضد د «سېندور عملیاتو» پر مهال د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ابراهیم صدر په یو پټ سفر نوي ډیلي ته تللی و او هلته یې په امنیتي مسایلو ناستې کړې دي.
نوموړی د پاکستان ضد او د ایران له ملاتړه برخمنه څېره بلل کېږي.
پاکستان په افغانستان کې تل د هند له پراخېدونکي نفوذ څخه وېره څرګنده کړې او پر حکومتونو یې فشارونو راوستی؛ څو له یاد هېواد سره له پراخو اړیکو ډډه وکړي.
اړوندې لیکنې :
- د طالبانو لوی درستیز تخار ولایت ته ولاړ
- نړۍ ته د طالبانو خبرداری؛ «زموږ مذهبي تګلاره نه بدلېدونکې ده»
- طالبانو په هرات کې د بې سرپرسرته ښځو د ملاتړ مرکز پرانیستی دی
- مولوي عبدالکبیر له خلکو غوښتي چې له طالبانو ملاتړ وکړي
- د پاکستان پارلمان پخوانۍ غړې: طالبانو افغانستان اشغال کړی او ولسي ملاتړ نه لري
- د امریکا د استازو جرګې یوه غړي د طالبانو له مخالفو جبهو څخه د واشنګټن ملاتړ لازمي وباله