د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د امریکا ولسمشرۍ ته د ټرمپ بیرته راستنېدنه د دوحې د توافقلیک د بشپړې او ټولو جزییاتو د پلي کېدا یو ښه فرصت دی.
ښاغلي خلیلزاد دا خبرې نن شپه پنجشنبه، ۱۷ د لړم پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلې دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.
د دوحې توافقلیک د امریکا او طالبانو تر منځ تر اوږدو خبرو-اترو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ لاسلیک شو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو زمینه یې برابره کړه.
دا توافقلیک د امریکا په استازیتوب زلمي خلیلزاد او د طالبانو په استازیتوب عبدالغني برادر لاسلیک کړ.
تر دې توافقلیک وروسته طالبانو د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو خپل بریدونه زیات کړل او په اخیر کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته د افغانستان پخوانی حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د دې ډلې په لاس سقوط شو.
د دوحې د توافقلیک د لاسلیک له وخته بیا تر اوسه، طالبانو او امریکا په ځلونو یو-بل د دې تړون په نقض تورن کړي دي.
د دې توافقلیک ځيني برخې خپرې شوې دي، خو یوه محرمه برخه یې لا هم پاتې ده او معلومه نه ده چې پر کومو شیانو توافق پکې شوی دی.
اړوندې لیکنې :
- ټرمپ په امریکا کې د ۵۳۰ زره کډوالو د لنډمهاله استوګنې اسناد لغوه کوي
- ټرمپ: یوازې زه کولای شم د درېیمې نړیوالې جګړې د پېښېدو مخنیوی وکړم
- داوړ: ټرمپ پر ایران بریدونه کوي، خو پاکستان بیا د نوبل سولې جایزې ته نومولی
- ذاکر جلالي: اټکل کېږي چې د ټرمپ له ادارې سره به امریکا او طالبان لازیات پرمختګونه ولري
- خلیلزاد د تورخم کړکېچ ته په اشارې: افغانستان ولې باید سرحدي تاسیسات ونهلري؟