روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۱۴ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۱۴

خلیلزاد د ګانګرېس غړي ته: امریکا نه شوای کړای د ښځو حقونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پاتې شوې وه

د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې استماعیې غونډې د غړو له کلکو نیوکو سره مخ شوی دی.

خلیلزاد پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې استماعیې غونډې ته د دوحې هوکړې د نه پلي کېدو د عواملو په اړه شاهدي ورکړه.

نوموړي د ښځو د حقونو په اړه د استازو جرګې د غړي ینګ کیم د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې امریکا نه شوای کړای د ښځو حقونو د ساتنې لپاره په افغانستان کې پاتې شوې وه.

هغه همدا راز زیاته کړې چې په نړۍ کې له بشري حقونو ډېرې سرغړونې کېږي.

خلیلزاد یادونه کړې چې طالبانو د دوحې په ناسته کې ژمنه کړې وه چې د نجونو د کار او زده‌کړو مخه نه نیسي؛ خو په خبره یې، عملي یې نه کړه.

ورته مهال، نوموړي د حکومت د پرځېدو لامل د پخواني افغان پوځ کمزورتیا بللې او ویلي دي چې ملي اردو په سیاسي اړودوړ کې راګیره وه.

د امریکا د استازو جرګې بهرنۍ کمېټې د دوحې هوکړې د نه پلي کېدو د عواملو او په دې برخه کې د بایډن ادارې د ناکامۍ پر څرنګوالي استماعیه غونډه جوړه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x