روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۷

خلیلزاد: د افغانستان لپاره مبارزه ختمه نه ده، څه مو چې کرلي ژر به پاېله ورکړي

د دوحې هوکړې په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې استماعیه ناسته پېل شوې ده.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دې غونډې ته د شاهد په توګه ورغوښتل شوی، پنجشنبه د سلواغې پر ۲۶مه ویلي چې د افغانستان لپاره د مبارزې څپرکی ختم شوی نه دی او په خبره یې، دا هېواد دې له یاده نه ویستل کېږي.

نوموړي په دې ناسته کې د دوحې هوکړې په تړاو د بایډن ادارې له چلنده په ملاتړ وویل: «څه مو چې کرلي، ژر به پاېله ورکړي.»

خلیلزاد ویلي چې ټاکل شوې وه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي؛ خو د پخواني ولسمشر اشرف غني له وتلو وروسته ټول پروګرامونه ګډوډ شول.

نوموړي یادونه کړې، که امریکا د پخواني افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جوړجاړی ته صبر کړی وای، د ځواکونو وتنه ځنډېدله او په خبره یې، امریکا اړه وه چې دغه هېواد ته نور ځواکونه ولېږي چې له همدې امله، بایډن د وتلو پرېکړه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د دوحې هوکړې په عملي کولو کې د بایډن ادارې د پاتې راتلو د څرنګوالي په تړاو د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې استماعیه غونډه روانه ده.

د دې کمېټې غړي چې یو یې مایکل مک‌کال دی د بایډن اداره تورنوي چې ویې نه شوای کړی، په هوکړه کې راغلې مادې پر طالبانو عملي کړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x