روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۰۹
: 1

خبریال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز ومړ

نوموتی خبریال او د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت پخوانی مرستیال عبدالحمید مبارز په کابل کې ومړ.

د عبدالحمید مبارز لور نیلاب مبارز يک‌شنبه د وري پر ۱۸مه په خپله فیسبوک‌پاڼه کې د پلار مړینه منلې ده.

د هغې په خبره، ټاکل شوې د عبدالحميد مبارز مړی نن د کابل په «قول آب‌چکان» سيمه کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالحمید مبارز د هېواد د خبریالۍ په ډګر کې یو له مخکښو شخصیتونو څخه شمېرل کېږي او څو کاله یې د انیس دولتي ورځپاڼې د مرستیال، د باختر خبري اژانس د مشر او د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنې د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

دی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال هم و.

د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ، د ښاغلي مبارز د اتو کتابونو ترڅنګ له یو زرو پنځه‌سوو څخه زیاتې علمي، ادبي او فرهنګي مقالې په چاپي رسنیو کې خپرې شوې دي.

5 1 vote
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x