روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۶

خبریالانو مرکز: د «مینې» مجلې بنسټګر عزت‌الله ځواب د طالبانو له بنده خوشی شو

پایگاه خبری تحلیلی روایت :  د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې د «مینې» مجلې بنسټګر له ۱۱۷ ورځنې بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی.نوموړي مرکز سه‌شنبه د غبرګولي پر لومړۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې عزت‌الله ځواب په کابل کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت له بنده ازاد شوی دی.د نوموړي زوی عطاالله ځواب هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه د دې خبر پخلی کړی.

د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې د «مینې» مجلې بنسټګر له ۱۱۷ ورځنې بند تېرولو وروسته خوشې شوی دی.

نوموړي مرکز سه‌شنبه د غبرګولي پر لومړۍ په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې عزت‌الله ځواب په کابل کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت له بنده ازاد شوی دی.

د نوموړي زوی عطاالله ځواب هم پر خپله فېسبوک‌پاڼه د دې خبر پخلی کړی.

یاد مرکز زیاته کړې چې ځواب له دې وړاندې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ته په غبرګون کې د لیکل شوي شعر لامله ګواښل شوی و؛ خو طالب امنیتي چارواکو یې کورنۍ ته ویلي چې د نوموړي اوږدمهاله بند د هغه لیکوالۍ او مجلې پورې تړاو نه درلود.

دغه بنسټ، د عزت‌الله ځواب له ازادېدو هرکلی کړی او زیاته کړی ده چې نوموړی د تېر کال په دلوې میاشت کې د کابل څرخي پله په سیمه کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت پورې اړوند کسانو د «الکولي او نشه‌يي موادو د لېږد» په تور نیولی و.

عزت الله ځواب د مينې په نوم د یوې مجلې بنسټګر او مسوول مدير دی.

له څه مودې راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کېده.

د طالبانو له خوا د خبریالانو او لیکوالو نیول او شکنجه کول کومه نوې خبره نه ده.

څه موده وړاندې د «مطبوعاتو ازادۍ د نړیوالې ورځې» په مناسبت د افغانستان خبریالانو مرکز په هېواد کې پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو لا ډېرېدو او په پراخه توګه د خبریالانو د نیونې له دوامه اندېښنه ښودلې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x