هر ګړې د کابل په وخت : 6:24 am
ننې نیټه : 09-09-2025
تاریخ : 09-09-2025
ساعت : 06:24

خالد حنفي: د الله په قانون کې ژبه، قوم او رنګ نه بلکې تقوا مهمه ده

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي وايي، په الهي قانون کې د انسان د ژبې، قوم او رنګ هېڅ ارزښت نه شته او یوازې هغه څوک غوره ګڼل کېږي چې د تقوا خاوند وي.

 

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي وايي، په الهي قانون کې د انسان د ژبې، قوم او رنګ هېڅ ارزښت نه شته او یوازې هغه څوک غوره ګڼل کېږي چې د تقوا خاوند وي.

نوموړي دغه څرګندونې د کابل په یوه دینی غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د اسلامي نظام په چوکاټ کې وزیر او عادي وګړی د ارزښت له پلوه توپیر نه لري.

خو په عین حال کې ګڼ شمېر سیاسي شنونکي طالبان په عملي ډګر کې د خپلو خبرو پر خلاف بولي.

دوی وایي چې طالبانو تل خپل غړي د نورو افغانانو په پرتله غوره ګڼلي او پر هېواد کې یې د نظر، سیاسي ګډون او مدني حقونو د نورو لورو مخه نیولې ده.

د شنونکو په باور، د طالبانو چلند د تبعیض، سختدریځۍ او نورو وګړو د حقونو د محدودولو ښکاره نښه ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x