د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي د سوات سیند د سېلابونو له امله د ۱۸ کسانو وژل کېدو ته توند غبرګون ښودلی او پر صوبايي حکومت یې نیوکه کړې هغه ويلي، چې یاد کسان د حکومت د بیغورۍ له امله مړه شوي دي.
فیصل کریم کنډي د پنجشنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې د سوات غمیزه د پښتونخوا ولایتي حکومت د بیغورۍ پایله ده.
نوموړي ویلي:« د سوات سیند د مینګورې بای پاس سیمي په پېښه کې ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼو نورو تر ډېر وخت پورې د مرستې په تمه وو، خو هېڅ بیړنۍ مرسته ورته ونه رسیده.»
نوموړي ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د تېرو ۱۱ کلونو راهیسې پر پښتونخوا حاکم دی، خو د خلکو د ژغورنې لپاره یې هېڅ چمتوالی نه دی نیولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پښتونخوا د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارۍ ویلي، چې په سوات کې له تېرې ورځې راهیسې د پرلپسې اورښتونو له کبله سېلابونه راوتي او ژغورونکې ډلې هم لاس په کار شوې دي.
اړوندې لیکنې :
- په بدخشان کې د سرو زرو کان د نړېدو له امله دوه کسان مړه شوي
- په بدخشان کې د واورې ښويېدنې له امله درې کسان مړه شوي
- په سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله اووه کسان مړه شوي
- لغمان کې د ځمکې پر سر د نښتې له امله پنځه کسان وژل شوي
- په درېیو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د دوو طالبانو په ګډون اووه کسان مړه شوي
- د روغتیا نړۍوال سازمان: تېره میاشت په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ له امله ۳۸۳ کسان مړه شوي