هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۹-۰۴-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۰۹-۰۴-۱۴۰۴
ساعت : ۱۷:۵۰
: 2

حکمتیار: استبداد، سانسور او منبر ته لاس وهنه د نظامونو د ړنګېدو لامل ګرځي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې استبداد، اختناق، سانسور، د بیان ازادي له منځه وړل، منبرونه تړل یا دولتي کول، د خلکو وېروونه او د جاسوسۍ نظام جوړول، ټول هغه فکتورونه دي چې د هر حکومت د سقوط سبب ګرځي.نوموړي دا څرګندونې نن یکشنبه، د چنګاښ په ۸مه، له طالبانو سره د مستقیمې یادونې پرته پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړې.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خبرداری ورکړی چې استبداد، اختناق، سانسور، د بیان ازادي له منځه وړل، منبرونه تړل یا دولتي کول، د خلکو وېروونه او د جاسوسۍ نظام جوړول، ټول هغه فکتورونه دي چې د هر حکومت د سقوط سبب ګرځي.

نوموړي دا څرګندونې نن یکشنبه، د چنګاښ په ۸مه، له طالبانو سره د مستقیمې یادونې پرته پر خپلې ایکس پاڼې خپرې کړې.

حکمتیار وایي، هر ځای چې د انسان عزت، د کور حرمت او د رایې حق ته درناوی نه وي، خلک واکمن ته د زور واکي په سترګه ګوري او هر باعزته وګړی ځان لکه «شاهین په قفس» کې احساسوي.

هغه ټینګار کړی چې د سولې یوازینۍ لار د ټولو خواوو ترمنځ بې قید او شرطه خبرې دي او واک باید د خلکو د رایې له لارې، سوله ییز انتقال ومومي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې طالبانو د هغه اړوند رسنیو فعالیت بند کړی او نوموړی له دولتي ودانیو ایستلی شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x