د تېر جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي ویلي، چې د طالبانو له لورې متقاعدینو ته د تقاعد نه ورکول ښکاره غصب او فساد دی.
حمیدي په خپل اېکس کې لیکلي، چې، متقاعدینو خپله ځواني د دولت او د خلکو په خدمت کې تېره کړې او هېڅ څوک حق نلري، چې د دوی حق ورځينې واخلي.
نوموړي لیکلي: «دغو نارینه او ښځو په عزت او وقار سره د خپلې ځوانۍ ښې ورځې د خپلو خلکو او دولت لپاره د کار او خدمت لپاره قربانې کړې دي.
دوی د خپلو معاشونو او حقوقو څخه پیسې د تقاعد صندوق ته ورکړې، ترڅو په زاړه عمر او معیوبیت کې چاته لاس ونه نیسي او کورنۍ یې ټولنیز او مالي امنیت له پلوه خوندي وي».
نوموړي په دغه ټوېټ کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې په غصب، فساد، اختلاس، د کانونو په غلا، د نشه یي توکو په قاچاق او بې عدالتیو کې ښکېل دي، خو د هغه چا حق نه ورکوي، چې په عزت یې خدمت تر سره کړی.
د افغانستان د دولتي سکتور کارکوونکو د جمهوري حکومت له نړېدو او د ۱۴۰۰ هجری شمسی کال په وږي میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د تقاعد پیسې نه دي اخیستي.
نږدې درې کاله کېږي، چې متقاعدین له حکومته د خپلو حقونوغوښتنه کوي، خو غږ یې تر اوسه نه دی اورېدل شوی.
یاده دې وي، چې په افغانستان کې د تقاعد لپاره عمر ۶۵ کاله دی او یا دا چې یو چا باید ۴۰ کلنه کاري موده بشپړه کړې وي.
خو په تېرو څو پرلپسې نظام پرځېدنو کې واکمنو چارواکو له پخوانیو نظامونو پاتو کورناستو یا متقاعدینو ته د هغوی حقونه د قانون له مخې نه دي ورکړي، په ځانګړي دول هغو کسانو ته چې پوځي دندې یې کړي
اړوندې لیکنې :
- طالبان او د نورو د شتمنیو د غصبولو سیاست
- چین د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده
- د افغانستان له خلکو سره د لویدیځ دوه مخی لوبه
- طالبان او د افغانستان د خلکو استثمار
- پرستو حکیم: نړۍ دې د طالبانو پر ځای د افغانستان له خلکو سره تعامل وکړي
- افغاني سره میاشت: په ننګرهار کې مو تر ۴۲ زرو ډېرو خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي