هر ګړې د کابل په وخت : ۰:۰۱ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۳-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۳-۰۳-۱۴۰۴
ساعت : ۰۰:۰۱
: 2

حماس په غزه کې د اوربند لپاره په مشروط ډول د امریکا وړاندیز ومانه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز په ځواب کې حماس ډلې اعلان کړی، چې دوی د ۲۸یرغمل شویو کسانو د سپارلو سره هوکړه کړې. د مېډل اېسټ ای رسنۍ د راپور له مخې؛ سره له دې چې دغه ډلې له دې وړاندیز سره منښته کړې؛ خو د جګړې د پای ته رسولو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، چې امریکا او اسراییل د حماس ډلې دغه ځواب د نه منلو وړ بللی دی.

د غزې په تړانګه کې د اوربند لپاره د امریکا د وړاندیز په ځواب کې حماس ډلې اعلان کړی، چې دوی د ۲۸یرغمل شویو کسانو د سپارلو سره هوکړه کړې.
د مېډل اېسټ ای رسنۍ د راپور له مخې؛ سره له دې چې دغه ډلې له دې وړاندیز سره منښته کړې؛ خو د جګړې د پای ته رسولو او له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو په وتلو ټینګار کوي، چې امریکا او اسراییل د حماس ډلې دغه ځواب د نه منلو وړ بللی دی.
دغه ډلې د شنبې په ورځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې دوی د لسو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو او د ۱۸ نورو جسدونو سپارلو ته چمتو دي؛ خو په بدل کې یې د اسراییل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کول غواړي.
حماس په خپله اعلامیه کې لیکلي، دا ځواب د اوږدمهالي اوربند، له غزې تړانګې څخه د اسراییل بشپړ وتلو او د غزې خلکو ته د بشري مرستو د رسولو په موخه ورکړل شوی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x