هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۲۲ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۷-۱۱-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۷-۱۱-۱۴۰۳
ساعت : ۱۷:۲۲
: 2

حلیم فدایي: ملا هبت‌الله ځکه په کندهار کې اوسي چې له سقوط سره سم به پاکستان ته واوړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدایي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ځکه د کابل پر ځای په کندهار کې اوسیږي چې که حکومت یې سقوط وکړي نو په ډیورنډ کرښه به کویټې ته واوړي.

 

د افغانستان مخکیني جمهوري نظام د خوست او پکتیا والي حلیم فدایي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ځکه د کابل پر ځای په کندهار کې اوسیږي چې که حکومت یې سقوط وکړي نو په ډیورنډ کرښه به کویټې ته واوړي.

هغه د ملا هبت‌الله پټ اوسېدلو ته په اشارې سره لیکي چې: «د طالبانو پټ امیر نه یوازې د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي، بلکې کندهار یې ځکه د خپل مرکز په توګه غوره کړی چې هلته پرته له ویزې د ډیورنډ د فرضي کرښې هغې خواته تګ ممکن دی.»

حلیم فدايي داسې مهال د طالبانو د مشر په اړه کنایه ډوله څرګندونې کوي، چې د طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافاتو زور اخیستی او داسې خبرونه هم شته چې حقاني شبکه او کندهاري طالبان یو بل ته په څؤ کې ناست دي.

نوموړی په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ کاواکه شوي حالت ته په کتو زیاتوي: «د طالبانو امیر په دې باور دی چې که سقوط رامنځته شي، له کندهاره پاکستاني اسټبلیشمنټ کمپونو ته ژر او په اسانه توګه انتقالېدلی شي.»

ښاغلی فدایي وړاندې وايي، چې د طالبانو مشر داسې انګیري که په کابل کې و اوسي او «د دوی واکمني راوپرځي، نو له کابل څخه به دده تېښته زیات وخت ونیسي او دی به د نیول کېدو له خطر سره مخ شي.»

د طالبانو د اختلافاتو په اړه یو شمېر نور پخواني سیاسي چارواکو او فعالان هم ورته نظر لري او وايي، چې د طالبانو اختلافات د دغې ډلې د پاشل کېدو لورته روان دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه اختلافات د نظر وبلل او ویې ویل چې دا اختلافات د دوی د پاشل کېدو لامل نه کیږي.

پخواني چارواکي حلیم فدایي تېره ورځ په یوې بله ایکس لیکنه کې هم د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو یادونه کړې وه او لیکلي یې وو، د مکتبي طالبانو او د مدرسې د طالبانو تر منځ اختلافات ښکاره دي. همدارنګه د کندهاري طالبانو او حقاني شبکې تر منځ شخړې دومره ژورې شوې چې د دغې ډلې د یوه مهم وزیر په مرګ تمامه شوه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x