اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه تازه مقاله کې د افغانستان د روان وضعیت، طالبانو سره د پاکستان د اړیکو، او په ځانګړي توګه د سراج الدین حقاني پر رول تمرکز کړی دی.
دغه مقاله چې تر عنوان «په افغانستان کې د سیاست بدلون»لاندې خپره شوې، وایي چې د حقاني دریځ، نرم شویو اړیکو، او د نړیوال تعامل هڅو ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه چې دا دریځ د پاکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.
د مقالې لیکوال د نیویارک ټایمز ژورنالیستې کریسټینا ګولډبام پر یو راپور هم تکیه کړې، چې له سراج الدین حقاني سره د مرکې پر بنسټ لیکل شوی.
ګولډبام لیکلي، حقاني هڅه کړې له خپلو پخوانیو دوښمنانو سره، په شمول د روسیې، چین او اروپا، اړیکې عادي کړي. په مقاله کې ویل شوي، سره له دې چې امریکا هغه ترهګر اعلان کړی، خو د پاکستان د امنیتي کړیو لپاره د هغه رول اوس هم مهم ګڼل کېږي.
اړوندې لیکنې :
- سرچینې: ملاهبت الله د حقاني د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره پکتیا ته روان شوی
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- پاکستان ته د طالبانو پور او د مهاجرینو د اخراج په وړاندې یو معنی لرونکی دریځ
- سمیع سادات: خلیل الرحمن حقاني جنایت کار، ترهګر او د پاکستان غلام و
- د هرات امنیتي غونډه د دننه لپاره داستان جوړول یا د بهر لپاره د حل وړاندیز کول؟
- په افغانستان کې د "پاکستان لپاره د طالبانو د حکومت" ملاتړي