روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۹-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۳۳

جلا وطنه افغان خبریالان: طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۳۰۰ خبریالان بندیان کړي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په اروپا او شمالي امریکا کې د افغانستان جلا وطنه خبریالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان آزادۍ پر خراب وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره اعلان کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې دې ډلې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندیان کړي دي.

په اروپا او شمالي امریکا کې د افغانستان جلا وطنه خبریالانو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان آزادۍ پر خراب وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره اعلان کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې دې ډلې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بندیان کړي دي.

جلاوطنه خبریالانو چهارشنبه د زمري پر ۲۴مه او د طالبانو لاسته د هېواد د لوېدو د درېیمې کالیزې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې نږدې هره ورځ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه پېښه ثبت شوې او دې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې هر درې ورځې یو خبریال بندي کړی دی.

د راپور له مخې، په دې موده کې ۶۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دوامداره توګه د طالبانو په زندان کې ساتل شوي دي.

د جلا وطنه خبریالانو په وینا، دا شمېرې په رسمي ډول تایید شوي او ښایي د طالبانو لخوا نیول شوي خبریالان تر دې ډېر وي.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان ډېری خبریالانو خپل د نیول کېدو د خبر له خپرولو او په معلوماتي بانکونو کې د هغه له ثبتولو ډډه کړې ده.

په دغه راپور کې څرګنده شوې چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د نیول شویو خبریالانو شمېر د افغانستان د جمهوریت په ۲۰ کلنه دوره کې تر نیول شویو خبریالانو درې برابره زیات دی.

د دغه راپور د موندنو له مخې، یوازې د ۱۴۰۳ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په هېواد کې د خبریالانو او رسنیزې ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ پېښې ثبت شوې.

دغه راز د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ کلونه هر یو په ترتیب سره د خبریالانو او د رسنیزې ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶۳ او ۱۳۲ پېښو شاهد وو.

دغه راپور په هېواد کې د رسنیو خراب وضعیت ته هم نغوته کړې او لیکلي یې دي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د افغانستان د رسنیو شمېر په بې ساري ډول کم شوی دی.

د دې راپور موندنې ښیي چې د جمهوریت په دوره کې له جوړیو شویو رسنیو اوسمهال له ۳۵ سلنې کمې هغه فعالیت لري او پاتې نورې د طالبانو د محدودیتونو له امله تړل شوي دي.

پر دې سربېره، په تېرو درېیو کلونو کې ۹۵ سلنه ښځینه خبریالانو او ښځينه رسنیزو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په جمهوري نظام کې د رسنیو له ۱۸۰۰ ښځینه کارکوونکو او خبریالانو یوازې ۵۰ یې د طالبانو تر سختو بندیزونو لاندې کار کوي.

د جلاوطنه افغان خبریالانو په وینا، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د بیان او رسنیو ازادي «لمنځه وړې» ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي وو، چې طالبانو په هېواد کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې د رسنیو پر کار سخت بندیزونه لګولي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x