روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۳-۰۵-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۳-۰۵-۱۴۰۳
ساعت : ۱۱:۲۷

جاپان له افغانستان سره ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کوي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبر ورکړی چې جاپان به په افغانستان کې د واکسیناسیون خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي.یونیسف سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا مالي مرسته به په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د واکسین او تجهیزاتو د برابرولو په برخو کې ولګول شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) خبر ورکړی چې جاپان به په افغانستان کې د واکسیناسیون خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

یونیسف سې‌شنبه د غويي پر ۲۵مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا مالي مرسته به په افغانستان کې ښځو او ماشومانو ته د واکسین او تجهیزاتو د برابرولو په برخو کې ولګول شي.

د یونیسف په خبره، له دې مرستې سره به ۴.۱ میلیونه ماشومان او ښځې د شري، توبرکلوز، ګوزڼ، زېړ زېړي او تیتانوس په ګډون د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې واکسین ترلاسه کړي.

همداراز د واکسیناسیون د ملي کمپاین له لارې به ۴.۷ میلیونه ماشومان د پولیو واکسین ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د وژونکو او د مخنيوي وړ ناروغيو د اخته کېدو ګواښ لا هم لوړ دى.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې په هېواد کې د پوليو ناروغي له منځه تللې؛ خو د روغتيا نړۍوال سازمان روان کال په کونړ او نورستان ولايتونو کې د پوليو دوه مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x