روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۴۸ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۴۸

جاپان له افغانستان سره ۱۳.۵ میلیونه ډالر مرسته وکړه

د خوړو نړیوال پروګرام ويلی چې جاپان له افغانانو سره ۱۳.۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام جمعه د سلواغې پر ۱۳مه په یوې ویناپاڼه کې ویلي، په دې پیسو به هغو کسانو ته چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، خوراکي او بېړني توکي برابر شي او د ملګرو ملتونو هوايي بشردوستانه خدمات (UNHAS) به فعال وساتي.

دغه بنسټ ویلي چې په پام کې لري په دې پیسو ۶۳۰ زره کسان چې د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي، خوراکي توکي برابر کړي او د ۴۲ زره مېندوارو مېرمنو او پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنه وکړي.

د خوړو نړیوال سازمان په افغانستان کې د جاپان د سفیر تاکایوشي کورومیا په حواله لیکلي: «لږ تر لږه یو په درېیمه برخه افغانان نه پوهيږي چې راتلونکې مهال خواړه به له کومه کړي او دوی بشردوستانه مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.»

له بلې خوا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان رییس شیاو وي لي هم په دې اړه ویلي: «دا مرستې په یوې حساسې شېبې کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ډېرو کورنیو لپاره دي چې له پخوا په کمه کچه د افغانستان له سخت ژمي سره په داسې حال کې چې لوږه ډېرېږي، تیاری دي.»

نوموړي د جاپان له دې مرستو مننه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام نن ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې له شپږو میلیونو ډېرو افغانانو سره نقدي مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کړکېچ نړیوالې ډلې په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان په ژوره توګه ګوښی شوی و؛ ځکه لویدیځو هېوادونو د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د سختو سیاستونو له کبله خپلې مرستې کمې کړې او پر دې ډلې یې خپل تحریمونه او فشارونه جاري وساتل.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x