روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۱۱:۲۵ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۶-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۲۳:۲۵
: 2

تکل: له پاکستانه پر هېوادونو د بریدونو احتمال شته

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په حقیقت کې له پاکستانه پر نورو هېوادونو د بریدونو ګواښ شته دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په حقیقت کې له پاکستانه پر نورو هېوادونو د بریدونو ګواښ شته دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیااحمد تکل، سه‌شنبه، د زمري پر ۳۰مه، په اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دغې ډلې تر واک لاندې له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر د برید د احتمال په تړاو د دراني وروستۍ څرګندونې حقیقت نه لري.

د تکل په وینا، دا څرګندونې د طالبانو په هکله د عامه افکارو د مغشوشولو یوه هڅه ده.

هغه زیاته کړې: «هغه ستونزې او ګواښونه چې «دراني» افغانستان ته منسوب کړي، په حقیقت کې دا ټول د سپټمبر ۱۱مې په څېر د برید احتمال په پاکستان کې لیدل کېږي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال لیکلي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش پټن‌ځایونو د له منځه وړلو په صورت کې به د دغې ډلې ګواښ په بشپړه توګه له منځه لاړ شي.

نوموړي طالب چارواکي ادعا کړې چې د دغې ډلې تر واک لاندې افغانستان اوس مهال له کومې امنیتي ننګونې سره نه دی مخ.

تکل زیاته کړې چې دغه ډله د بهرنیو هېوادونو پر پورونو او مرستو د تکیه کولو پرځای هڅه کوي څو د کورنیو سرچینو د کارونې له لارې اقتصادي ځان‌‌بسیاینه ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د داعش ګواښ ته په اشارې خبرداری ورکړی و چې ښايي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې په څېر یو بل برید له دغه هېواده ترسره شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x