تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سیدابراهیم رییسی او نورو ایراني چارواکو په جنازه کې د ګډون لپاره ایران ته ځي.
نوموړي خبري اژانس سهشنبه د غبرګولي پر لومړۍ په یو خپاره کړي راپور کې ویلي چې له دغو دوو طالب چارواکو سره یو پلاوی هم ایران ته سفر کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څه ویلي نه دی.
د یادونې ده چې د ایران ولسمشر ابراهيم رییسي، بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهيان او يو شمېر نور چارواکي د يکشنبې په ورځ د ايران په شمال لوېديځ کې د چورلکې لوېدو په پېښه کې مړه شول.
د راپورونو په حواله، دا چارواکي به را روانه پنجشنبه په مشهد کې خښ کړل شي.
پرون امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د سیمهییزو همکاریو پراختیا کې د دغه هېواد د ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر رول ارزښتاک بللی و.
اړوندې لیکنې :
- د متقي او عراقچي ملاقات په کابل کې
- متقي: له هېڅ لوري سره د ټکر او شخړې غوښتونکي نه یو
- طالبان: د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی
- متقي د طالبانو د امر باالمعروف قانون خلک له جدي ستونزو سره نه دي مخ کړي
- طالبانو کونړ کې د یوه پاکستاني په ګډون د داعش ډلې دوه غړي وژلي
- متقي: افغانستان په لنډمهال کې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري