روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۷-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۶

بېنېټ: روغتیایي روزنیزو مرکزونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز سره ګرد افغانستان ته زیان اوړي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې په روغتیایي موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه د افغانستان ټولو خلکو ته زیان رسوي.

 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وایي، چې په روغتیایي موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه د افغانستان ټولو خلکو ته زیان رسوي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ د لېندۍ ۲۰مه، په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې وار د مخه روغتیایي بنسټونه کمزوري و او له امله یې مېندې او ماشومان له سختو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګرېوان وو، چې د دغه نوي بندیز سره به د هغوی روغتیایي وضعیت نور هم د اندېښنې وړ شي.

نوموړی وړاندې لیکي، که په دغې برخه کې د نجونو مخه نیول کېږي؛ نو په راتلونکې کې د دغو نیمګړتیاو جبرانول ستونزمن څه چې ناشوني به هم وي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله تېره اونۍ په خپل وروستي فرمان کې په طبي موسسو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، چې هم په کور د ننه او هم بهر کې له توندو غبرګونونو سره مخامخ شو.

ګڼو نړۍوالو بنسټونو له طالبانو غوښتي، چې دغه فرمان لغوه کړي او د مېندو او ماشومانو روغتیا ته دې پاملرنه وکړي؛ خو تر دې مهاله داسې څرک نه لګېږي، چې د طالبانو مشر دې له خپل دغه فرمانه په شا شي.
په دغو موسسو کې شاوخوا ۳۰ زره نجونې د روغتیا پالنې، قابله‌ګۍ او لابراتوار په برخو کې پر زده‌کړو بوختې وې.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x