روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۲۶ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۳-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۱۸:۲۶
: 1

بېنټ: له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو عادي کېدل باید بشري حقونو ته د درناوي له مخې وي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ له هېوادونو غوښتي چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل باید د دې ډلې له خوا بشري حقونو ته د درناوي پربنسټ وي.

بېنټ پنجشنبه د کب پر ۱۰مه په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پنځه‌پنځوسمه غونډه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلن دې د لاهې محکمې سربېره په نورو هغو محکمو کې هم وڅارل شي چې له بشري حقونو د سرغړاوي قضیې څېړي.

نوموړي په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو ستاینه کړې او ویلي دي چې هغوی د طالبانو د ځپنې سربېره هم د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

بېنټ زیاته کړې: «څه باندې دوو کالو کې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه حالت د نه منلو رنځ لامل شوی دی.»

نوموړې د دې چارې د درېدو او افغانانو ته د هیلو وربښلو په موخه د طالبانو او نړیوالې ټولنې د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: «ښځې او نجونې له ټولییز ژوندانه څنډې ته شوې دي او سوله‌ییز مخالفتونه نه زغمل کېږي.»

ریچار‌ډ بېنټ له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو درناوي ته پام وکړي.

د نوموړي په خبره، طالبانو د ټولبښنې له اعلان وروسته هم د پخوانیو پوځيانو او کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی او په وینا یې، په وروستیو اوونیو کې یې ځيني کسان په بېلابېلو تورونو اعدام کړي او په درو یې وهلي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې چې ۲۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې، د مرستو د زیاتېدو اړتیا هم لیدل کېږي.

نوموړي یادونه کړې چې د بشري مرستو زیاتېدا دې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنا نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ناستې له ترسراوي سره هممهاله، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي چې د افغانستان په اړه د بشري حقونو له موضوع «ناسمه ګټه» اخیستل کېږي.

هغه زیاته کړې: «ریچارډ بېنټ او نور غربیان دې د بشر حقونو له موضوع څخه بده استفاده پای ته ورسوي.»

د یادولو ده چې تر دې وړاندې نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x