روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۴۶

بهرامي: په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا کې د اورپکو ډلو د تعامل بڼه پېچلې شوې ده

په کابل کې د ایران پخواني سفیر محمدرضا بهرامي ویلي چې په افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا کې افراطي ډلو ترمنځ تعامل د ژبنیو، توکمیزو پیوندونو او نورو مناسباتو له کبله پېچلې بڼه خپله کړې ده.

بهرامي شنبه د وري پر ۱۱مه په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې د قدرتونو په سیالۍ کې د دغو افراطي ډلو د کارولو امکان د افراط پدېدې له دوام سره مرسته کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د سیالۍ په دې ډګر کې دا ډلې د قدرت له مخې تعریف کېږي نه د ایډیالوژۍ پر بنسټ.»

نوموړي د کومو ځانګړو ډلو نوم نه دی یاد کړی.

د یادونې ده چې بهرامي له دې وړاندې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کړې ده.

نوموړي څو ورځې وړاندې ویلي و چې طالبانو په روسیه کې د کنسرټ پر سالون شوی برید «ترهګریز» بللی؛ خو په خبره یې، پروسږکال یې د ایران په کرمان کې شویو چاودنو ته د دې ټکي له کارولو ډډه کړې وه.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x