روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۲۷ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۲۷-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۷:۲۷

بلینکن: د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او زده‌کړو بندیز د افغانانو د غوښتنې خلاف چاره ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي چې طالبان د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار مخنیوی کوي چې دا چاره د افغانانو د غوښتنې خلاف ده.

بلینکن سه‌شنبه د کب پر ۸مه د «افغان مېرمنو اقتصادي ځواکمنېدو» تر سرلیک لاندې غونډې ته ویلي چې نړیواله ټولنه هوډمنه ده، څو له افغان مېرمنو او نجونو ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ په تېرو دوو کلونو د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ایتلاف پراخ کړی دی.»

د هغه په خبره، طالبان هغه مېرمنې چې اعتراض کوي ځپي او په وینا یې، افغان مېرمنې هم د دې ډلې د ځپنې او محرومیت سربېره، د زده‌کړو او کار لېوالې دي.

بلینکن یادونه کړې: «افغان مېرمنې او نجونې غواړي زده‌کړه او کار وکړي؛ خو طالبان یې د کار او زده‌کړو مخنیوی کوي او د ښځو د وړتیاوو مخنیوی د افغانستان په زیان دی.»

ورته مهال، د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په دې غونډه کې ویلي، افغان مېرمنې او نجونې نه غواړي چې هغوی ته په ټيټه سترګه وکتل شي.

د نوموړې په خبره، افغان مېرمنې له نړۍ غواړي چې له هغوی سره د خپلو حقونو په ترلاسي کې مرسته وکړي.

امیري زیاته کړې: «موږ بايد د افغان ښځو د اقتصادي پياوړتيا د نوښت په رامنځته کولو سره دې غوښتنې ته ځواب ووايو.»

د یادولو ده چې دا غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او بوسټون پوهنتون له خوا جوړه شوې ده.

په دې غونډو کې د خصوصي سکټور، مدني ټولنې، پوهنتونونو او د حکومتونو استازي راټولېږي او د افغان مېرمنو او نجونو لپاره د پانګونې پر ستراتېژیو، ځواکمنولو او زده‌کړو خبرې اترې کوي.

تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۱ غړو هېوادونو هم په یوې ګډې ویناپاڼه کې د طالبانو له لوري پر افغان مېرمنو او نجونو دوامداره زورزیاتی او سمبالونکی جنسیتي تبعیض غندلی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x