هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۳۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۷-۰۱-۱۴۰۴
تاریخ : ۲۷-۰۱-۱۴۰۴
ساعت : ۰۵:۳۳

بلوچستان کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د پاکستان ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په مستونګ او کویټه کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. بلوچستان په دې وروستیو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو په نا امنه سیمه بدله شوې. لومړۍ پېښه پرون د بلوچستان ایالت مستونګ ولسوالۍ د کهنډ مهسوري سیمې ته نږدې په دشت سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې د پولیسو د لېږدونې پر یو بس موټر بمي چاودنه وشوه. پولیسو رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د پاکستان ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې د بلوچستان په مستونګ او کویټه کې په دوو جلا پېښو کې ۶ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
بلوچستان په دې وروستیو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو په نا امنه سیمه بدله شوې.
لومړۍ پېښه پرون د بلوچستان ایالت مستونګ ولسوالۍ د کهنډ مهسوري سیمې ته نږدې په دشت سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې د پولیسو د لېږدونې پر یو بس موټر بمي چاودنه وشوه.
پولیسو رسنیو ته ویلي، چې په دغه چاودنه کې ۳ پولیس وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د ایکسپریس نیوز په راپور کې راغلي، چې چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو د چاودېدو له امله چې له لېرې ځایه کنټرولېدل رامنځته شوې ده.
د بلوچستان پولیسو په خپره کړې خبرپاڼه کې د دوه ټپي شویو پولیسو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.
بلخوا بیا دغې پاکستاني رسنۍ په یوه جلا راپور کې ویلي، چې د پلوچستان د کویټې ښار د نیو سریاب پولیسو په څوکۍ د نامعلومو وسله والو په برید کې ۳ پولیس وژل شوي او یو بل پولیس ټپي دی.
پولیسو ویلي: «دوی پر چای څښلو بوخت وو، چې د نامعلومو کسانو لخوا پرې بې دریغه ډزې وشوې.»
د بلوچستان امنیتي چارواکو رسنیو ته په خبرو کې وویل: «ترهګر په موټر سایکل سپاره راغلي او له ډزو کولو ورسته له سیمې تښتېدلي دي.»
چارواکو زیاته کړې، چې د دغه پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.
د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي په دغو پېښو ژوره خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې حکومت کمزوری نه دې، خپلو دښمنانو ته به بشپړ ځواب ووایي.
یاده دې وي، چې پاکستان کې د نا امنیو پېښې خورا زیاتې شوي، بلوچستان او پښتونخوا هغه ایالاتونه دي چې زیات وخت ترې د نا امنیو خبرونه ترلاسه کیږي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x