هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۲۰-۱۲-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۲۰-۱۲-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۰۹
: 1

بلخ کې یو ځوان د طالبانو د وهلو ډبولو له کبله ساه ورکړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : په بلخ کې باوري سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ولایت په مرکز مزار شریف کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته څو کسان وهلي ډبولي دي او له ډلې یې یو ځوان مړ شوی دی.

په بلخ کې باوري سرچینې وايي، چې طالبانو د دې ولایت په مرکز مزار شریف کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته څو کسان وهلي ډبولي دي او له ډلې یې یو ځوان مړ شوی دی.

سرچینې وايي، چې دا ځوان عطاالله نومېده او د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ د «چغاتک» کلي اصلي اوسېدونکی و.

د سرچینو په وینا، عطاءالله پرون شنبه، ۱۸ د کب، په مزار شریف ښار کې د ایران قونسلګرۍ مخې ته وهل شوی، چې لومړی ټپي شوی، خو وروسته یې روغتون کې ژوند بایللی دی.

د سرچینو په وینا، عطاءالله د ایران ویزې د ترلاسه کولو په لټه کې و.

سرچینې زیاتوي، چې طالب ځواکونو پرون هغه کسان وهلي ټکولي دي چې د ایران قونسلګرۍ مخې ته د ویزې ترلاسه کولو په موخه راټول شوي وو.

د سرچینو په وینا، د وهل شویو کسانو په منځ کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خورا نازک دی او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

په بلخ کې د طالبانو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x