روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۳:۵۵ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 1
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۳:۵۵
: 1

بلخ او بدخشان د پښتنو سیمې نه دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د سالنگ پورته که هغه کندز دی، که بلخ دی، او که بدخشان دی  هغه د پښتنو سیمې نه دي او د افغانستان جوړیدو وروسته هغه سیمي د احمد شاه بابا او د هغه لمسیانو او بیا د دوست محمد خان او د هغه اولاده لخوا کله ساتل شوي دي او کله هم نورو امپراطوریو ته د لاسه ورکړل شوي دي . حتی هرات ولایت د دوست محمد خان او د هغه زامنو وخت کې د فارس امپراطوري یا ایراني قاجار سره لاس په لاس شوي دي .  همداسې یو وخت کشمیر او ملتان هم زمونږ حکومتونو لخوا اداره کیدل او لاس په لاس شوي دي .

د سالنگ پورته که هغه کندز دی، که بلخ دی، او که بدخشان دی  هغه د پښتنو سیمې نه دي او د افغانستان جوړیدو وروسته هغه سیمي د احمد شاه بابا او د هغه لمسیانو او بیا د دوست محمد خان او د هغه اولاده لخوا کله ساتل شوي دي او کله هم نورو امپراطوریو ته د لاسه ورکړل شوي دي . حتی هرات ولایت د دوست محمد خان او د هغه زامنو وخت کې د فارس امپراطوري یا ایراني قاجار سره لاس په لاس شوي دي .  همداسې یو وخت کشمیر او ملتان هم زمونږ حکومتونو لخوا اداره کیدل او لاس په لاس شوي دي .

لومړی خو که څوک نه مني چې هغه پورته سیمې د پښتنو نه دي، نو بیا افغان حکومتونو په متواتر ډول هلته پښتانه ولې مېشت کړي دي ؟  دغه ناقلین څوک دي ؟  که خبره د افغانیت وي ، هغه مو تاسې ته هغه بله تشریح کړه چې افغانیت دوه هویتونه چې یو یې سیاسي هویت دی چې د افغانستان سره تړاؤ لري او بل یې قومي هویت دی چې پښتانه ادعا کوي چې افغان قوم دی.  نو که پښتنو دغه ادعا سمه وي چې افغان قوم دی، نو بیا خو  تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، او نور قومونه د قومي  لحاظ افغانان نه دي او سیاسي هویت یې افغان شو چې د افغانستان تابعیت لري .

که د قومي هویت په حساب باندې فرضاً لر پښتانه  پس له ۱۰۰ یا ۱۲۰ کاله(که دقیق ډیورنډ حساب کړې نو ۱۳۱ کاله کیږي ) یو ځای کیږي ، نو د بلخ، هرات او کندز خو هم کوم  ۲۰۰۰ کاله نه کیږي چې د فعلي افغانستان برخه ده، خو همدومره هغه هم کیږي ، لاندې باندې ۲۰ کاله ورپسې اضافه کړئ .  او که بیخي هغه اول ځل ورپسې حسابوئ، نو بیا خو د احمد شاه بابا دور دی چې د شمال سرحدونه تعین شوي دي او هغه څخه ۲۰۰ کاله کیږي .  نو زه او ته چې ۱۳۱ کاله شاته تګ خپل ځان حق بولو، په کوم حساب بیا د تاجکو، ازبکو، او ترکمنو او هزاره ګانو جدایي طلبي، جلا هیواد، او یا هم د قوم په اساس د خپل اصل سره یوځای کیدل نه منو؟

بیا خو تاجکستان سره وصل ولایتونه د تاجکستان، ازبکستان سره وصل ولایتونه د ازبکستان او  ایران سره سرحد لرونکي ولایتونو کې تاجک او فارسي ژبې هیوادوال به مو ځان په قومي لحاظ هغو پورې مربوط ګڼي ، نو هغوی که د یوځای کیدو غږ پورته کوي ، هغه بیا څنګه خیانت ګڼئ ؟

مونږ افغانان از خودکش او بیګانه پرور خلک یو. هغه چې راسره په دیګ کې شریک دي ،هغه په دسترخوان نه پرېږدو، خو د ګاونډي له قصده د ګاونډي ځوانان او کډه خپل دیګ کې شریکوو. ته خو اول خپل وطندارانو ته اساسي حقوق ورکړه، دلته انساني قوانین حاکم کړه، هر فرد د بل فرد سره مساوي کړه، د قدرت وېش لپاره میکانزم جوړ کړه،خپل قومي مشرانو ته قناعت ورکړه، بیا د نورو غم کوه.

مونږ لا د غلزیو او درانیانو د جنجال څخه نه یو خلاص او دوی پکې اوروکزي ، مومند، وزیر، آفریدي ، یوسفزي ، داوړ،او د شینوارو  هغه غاړه قوم پیوند کولو لګیا دي .

زما هم حوصله ډېره ده چې تاسو ته تاریخ لیکم، زمونږ خلک همداسې ښه دي چې خیال پلو ووهي ، که خیال پلو نه وی، نو ټولو به اول د ګندمک، بیا د ډیورنډ، بیا د راولپنډي معاهدې لوستې وی ، ځان سره به یې اول دا سوال حل کړی ؤ چې امان الله خان د راولپنډي په معاهده کې چې  کالذ۱۹۱۹ شوې ولې د لر پښتنو غم نه دی خوړلی ، بیا ظاهر شاه په ۱۹۴۷ کې ولې غم نه دی خوړلی ، او بیا ولسمشر غني په خپله دوره کې اغزن تار  پرېښود او ولسمشر کرزي ۱۳ کاله ولې عوام فریبه خبرې کولې چې د ډیورنډ په سر به قومونه او ملت تصمیم نیسي . بیا خو به یې تصمیم نیولای وی، او یوه جرکه به یې راغوښتی وی ، یا اوس چې د وطن سوچه حاکمان دي (هغه ۲۰ کاله خو د غرب غلامان ؤ) دوی به د ډیورنډ لپاره یوه جرګه دایره کړې وی ؟

اکتوبر هم ډېر لرې نه دی او اکتوبر کې به هم معلومه شي چې د لرپښتانه او د PTM ځوانان د پښتونستان او  افغانستان مسئله چیړي یا د پاکستان آئین لاندې د پښتنو حقوقو د مبارزې ډهول غږوي .

 

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x