روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۴:۵۳ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۴:۵۳

بریټانیا: افغانستان کې د روژې په مياشت کې د تروريستي بريدونو خطر شته

د بریټانیا د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا دفتر یو ځل بیا د دغه هېواد وګړو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته دې سفر نه کوي.

د بریټانیا حکومت د شنبې ورځ، سلواغې پر ۱۴مه خپلو وګړو ته ویلي چې د کابل هوايي ډګر د خوندیتوب پر نړۍوالو معیارونو نه دی برابر.

د بریټانیا د حکومت د موندنو پر بنسټ، د مذهبي ځايونو شاوخوا او د ځانګړو ورځو او مذهبي مراسمو پر مهال په تېره بيا د روژې په مبارکه مياشت کې د تروريستي بريدونو خطر شته دی.

د بریټانیا د بهرنيو چارو، ګډو ګټو او پراختيا دفتر يادونه کړې چې اوس‌مهال په افغانستان کې امنيتي وضعيت بې ثباته دى.

بیانیه زیاتوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د بریټانوي وګړو د نیول کېدو خطر ډېر دی او ښايي دغه هېواد د دا ډول نیول کېدو په اړه خبر نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې پر ۱۸مه د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له زندانه د دغه هېواد د څلورو وګړو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

دغه وزارت ویلي چې دغه څلور بریټانوي وګړي د «افغانستان له قوانینو څخه د سرغړونې» په تور نیول شوي او زنداني شوي دي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x