هر ګړې د کابل په وخت : ۱:۲۰ ب٫ظ
ننې نیټه : ۲۹-۱۰-۱۴۰۳
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۲۹-۱۰-۱۴۰۳
ساعت : ۱۳:۲۰
: 2

بریتانیا د افغانستان قضیه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته د راجع کولو په پلان کې شامله کړه

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د بریتانيا د ښځو او مساواتو چارو کې د دولت وزيرې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وحشتناک ډول‌کمزوري کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

 

د بریتانيا د ښځو او مساواتو چارو کې د دولت وزيرې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د وحشتناک ډول‌کمزوري کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

هغې وویل، دغه هېواد د روان کال د جنورۍ په نهمه د عدالت نړۍوالې محکمې ته د افغانستان د قضیې د راجع کولو له پلان سره یوځای شوی دی.

انلیس ډاډز د سې شنبې په ورځ د مرغومي ۲۵مه، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د بندېزونو پر وړاندې د بریتانیا د اقداماتو په اړه د لیبرال دیموکرات ګوند د غړې لیزا سمارټ پوښتنې ته په جدي توګه ځواب ورکړ.

په غونډه کې له لیزا سمارټ وپوښتل شول: “د بریتانیا حکومت پر طالبانو څه فشار راوړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ښځې او نجونې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي؟”

د دې پوښتنې په ځواب کې بهرنیو چارو وزارت کې د پراختیایي چارو مشرې او د ښځو او مساواتو په چارو کې د دولت وزیرې انلیس ډاډز وویل چې لندن په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه ژوره اندیښنه لري.

هغې وویل، «مونږ په دې لټه کې یوو چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره له هرې لارې کار واخلو.»

هغې ټینګار وکړ: «د جنورۍ په نهمه، ما اعلان وکړ چې بریتانیا په رسمي ډول د هغو هېوادونو په لېست کې شامله شوې چې د هغه پلان سیاسي ملاتړ ته ژمن دي، چې افغانستان د عدالت نړۍوالې محکمې ته د ښځو پر وړاندې د ټولو ډولونو د تبعیض د له منځه وړلو له کنوانسیون څخه د سرغړونې په خاطر راجع کړي.”

په دې وروستیو کې چیلي، فرانسې، مکسیکو، هسپانیا، کوستاریکا او لوګزامبورګ د افغان ښځو له حقونو څخه د سرغړونې قضیه په هالنډ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته راجع کړې ده. دغو هېوادونو د دې محکمې له څارنوال څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه په پرله پسې او سیسټماټیک ډول سرغړونې ته پاملرنه وکړي.

تر دې وړاندې ۲۴ نورو هېوادونو هم ګواښ کړی، چې که طالبان د افغان ښځو پر وړاندې پر خپلو تګلارو له سره غور ونه کړي، په هاګ کې د عدالت نړۍوالې محکمې ته به شکایت وکړي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments

وروستني مطالب

0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x