هر ګړې د کابل په وخت : ۷:۴۳ ب٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۲-۱۴۰۴
د نن د خبرونو شمیر : 2
تاریخ : ۱۴-۰۲-۱۴۰۴
ساعت : ۱۹:۴۳
: 2

برازیل د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام پيل کړی

پایگاه خبری تحلیلی روایت : برازیل د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام پيل کړی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې د افغان کډوالو لومړنۍ ډله د مدني ټولنې په ملاتړ د پناه ورکولو د نوي پروګرام له لارې تېره اونۍ برازیل ته ورسېده. یاده ډله چې څلور کورنۍ وې او د غړو شمېر یې ټولټال ۱۸ کسان وو، د تېرې پنجشنبې په ورځ له پاکستانه د برازیل سایوپایولو ښار ته ورسېده. په دغو ۱۸ کسانو کې ښځې، ماشومان او ځوانان هم شامل و.

برازیل د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام پيل کړی دی. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې د افغان کډوالو لومړنۍ ډله د مدني ټولنې په ملاتړ د پناه ورکولو د نوي پروګرام له لارې تېره اونۍ برازیل ته ورسېده.
یاده ډله چې څلور کورنۍ وې او د غړو شمېر یې ټولټال ۱۸ کسان وو، د تېرې پنجشنبې په ورځ له پاکستانه د برازیل سایوپایولو ښار ته ورسېده.
په دغو ۱۸ کسانو کې ښځې، ماشومان او ځوانان هم شامل و.
د دغه پروګرام له مخې؛ د «پناهگاه» په نوم یو نادولتي سازمان چې د برازیل دولت له‌خوا د دغه پروګرام مسوول ټاکل شوی، تر ۲۰۲۵ کاله پورې به د ۵۰۰ کډوالو د مېشتولو او ملاتړ مسوولیت پر غاړه ولري.
دوه نورې ادارې، «استو رفوجیادو انسټیټیوټ» او «د ځورېدلو کلیساوو د ملاتړ ماموریت» به په ترتیب سره د ۲۲۴ او ۲۰۰ نورو پناه غوښتونکو کوربه‌توب وکړي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان (ای او اېم) هم د دغه بهیر ملاتړ کړی دی.
د مدني ټولنې له‌خوا د پناه ورکولو دغه پروګرام ادارو او سازمانونو ته دا زمینه برابروي، چې د پناه غوښتونکو لپاره د بشرپاله ویزو ترلاسه کولو، د هغوی د منلو، استوګنې، حقونو ته د لاسرسي او د سرپناه اسانتیاوې برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره هم د پناه غوښتونکو د تخنیکي روزنې، حقوقي ملاتړ او له سیمه‌‌ییزو حکومتونو سره د همغږۍ په برخه کې مرسته کوي.
په برازیل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازی داویده تورزیلي د نړۍ په کچه د کډوالو د منلو وړتیا د کمېدو او د بشري مرستو د مالي سرچینو د سخت کمښت په اړه خبرداری ورکړی او د برازیل دغه اقدام یې د ستاینې وړ بللی.
برازیل له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر دې دمه له ۱۳ زرو ډېرې بشرپاله ویزې افغان وګړو ته ورکړې دي او اوس یې له دې نوي پروګرام سره دغه ملاتړ لا پراخ کړی دی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x