د ایران پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي:«د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ د ایران د امنیت د دفاع او د ایران د ملت او ګټو د زیانمنیدو د مخنیوی په خاطر، خپل دوه پوځیان تېره شپه په داسې حال کې قربان کړل چې د صهیونیستي جنایتکاره رژیم له توغندیو سره یې مقابله کوله.»
اسراییلو نن سهار شنبه، ۵ د لړم، اعلان وکړ چې د ایران د پرله پسې بریدونو په ځواب کې یې په دغه هېواد کې پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې نور معلومات به ډېر ژر خپاره شي.
د ایران د هوايي دفاع اډې تر دې مخکې اعلان کړی و چې د تهران، خوزستان او ایلام په ولایتونو کې د پوځي مرکزونو پر ځینو برخو د اسرایلو بریدونه شوي او ځینو ځایونو ته یې لږ زیان اړولی دی.
د ایران د هوايي دفاع اډې په خپله اعلامیه کې د تلفاتو یادونه نه ده کړې.
د رویټرز په وینا، د اسراییل پوځ ویلي، چې دوی د «ایران په خاوره کې یې پر پوځي اهدافو دقیق ګوزارونه» کړی او دا عملیات بشپړ شوي دي. د اسراییلو پوځ وايي، په ایران کې یې د توغندیو د جوړولو مرکزونه او له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو دفاعي سیسټمونه په نښه کړي دي.
د اسراییلو د پوځ ویاند ګواښ کړی چې که د ایران رژیم د کړکېچ د نوي پړاو پېل کړي، نو دوی به بیا ځواب ورکړي.
هغه وویل هر هغه څوک چې اسرایل ګواښي او په سیمه کې د کړکیچ د زیاتولو هڅه کوي درنه بیه به پرې کړي.
اړوندې لیکنې :
- ایران: د اسرائیل درې مهمې پوځي اډې مو په نښه کړي دي
- ایران له زندانونو زر تنه افغان بندیان افغانستان ته انتقالیږي
- له افغانستانه په یوه اونۍ کې ایران او پاکستان ته تر ۹۶ زره زیات کسان تللي
- د ایران ملي سرود ته نه درناوی؛ طالب چارواکي بښنه وغوښته
- سیاف او اتمر د امریکا پر ایران برید د سیمې او نړۍ لپاره خطرناک وباله
- داوړ: ټرمپ پر ایران بریدونه کوي، خو پاکستان بیا د نوبل سولې جایزې ته نومولی