روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۵۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۴-۰۷-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۵۶

ایران: د اسرائیل درې مهمې پوځي اډې مو په نښه کړي دي

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري وايي چې پر اسرائیل د «وعده صادق ۲» په نوم توغندیز برید کې د دغه هېواد درې مهمې پوځي اډې په نښه شوې دي. فارس خبري اژانس چهارشنبه د اکټوبر پر ۲مه د باقري په حواله راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د موساد، نواتیم او هاتسرین اډې په نښه شوې دي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري وايي چې پر اسرائیل د «وعده صادق ۲» په نوم توغندیز برید کې د دغه هېواد درې مهمې پوځي اډې په نښه شوې دي.

فارس خبري اژانس چهارشنبه د اکټوبر پر ۲مه د باقري په حواله راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د موساد، نواتیم او هاتسرین اډې په نښه شوې دي.

هغه زیاته کړې: « د صهیونیستي رژیم درې مهمې پوځي هوايي اډې، موساد د وژني مرکز، د نواتیم د اېف-۳۵ جنګي الوتکو اډه او د هاتسرین هوايي اډه چې د نصرالله د وژنې لپاره کارول شوې، د سپاه‌پاسدارانو توغندیز بریدونو کې په نښه شوې دي.»

د ایران د دې لوړپوړي پوځي چارواکي په وینا، د اسرائیل «پرلپسې جنایتونو» سره سره ایراني ځواکونو د نړیوالو معیارونو په رعایت یوازې پوځي اډې په نښه کړې دي.

هغه وروستۍ دوه میاشتې په منځني ختیځ کې د ایران او د نیابتي ډلو لپاره یې ستونزمنې بللې دي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړی چې که اسرائیل په منځني ختیځ کې خپل جنایتونه تکرار کړي او یا د دوی هېواد پر حاکمیت برید وکړي، د تهران د تېرې شپې په پرتله له پراخو غبرګونونو سره به مخ شي.

باقري ویلي چې پر لبنان د اسرائيل بريد د امريکا په شنه څراغ سره ترسره شو.

دې ایراني پوځي چارواکي زیاته کړې ده: «هیله‌من یو امریکا له خپلې پخوانۍ تګلارې لاس واخلي او دا جنایت‌کوونکی ودروي او سیمه د امن پر لور مخته لاړه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني پر اسرائیل د دغه هېواد له توغندیز برید وروسته ویلي و، څه چې تهران وايي پر هغه «قاطع» عمل کوي.

تر اوسه د دغه برید د اټکلي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په تړاو معلومات نشته.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x