روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۱۲ ق٫ظ
ننې نیټه : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۲-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۰۸:۱۲

ایا پاکستان د ترهګرو له اېتلاف سره مخ دی؟

پایگاه خبری تحلیلی روایت : تر دې مخکې چې هند تجزیه شي او پاکستان جوړ شي، په ننني پاکستان کې ازادو قبایلو د مرکزي حکومتونو ډېر اطاعت نه کاوه. دې سیمې ته د مرکزي حکومت لاسرسی عموماً محدود و او د قبایلو د مشرانو له خوا برابرېده. دا اړیکه هم له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ وه. کله به چې د قبایلو د مشرانو د ګټو د خوندیتوب خبره نه وه، نو دا اړیکه نه ټینګېده. قبایلي سیمو ته د مرکزي حکومت د ځواکونو تلل تل له سرخوږیو سره مل وو او کله کله د پوځي نښتو لامل هم کېدل. دا سیمه اوس هم ورته وضعیت لري. د خيبر پښتونخوا ايالت جوړېدو او په دغه ايالت کې د قبایلو ادغام هم د دې سيمې عمومي وضعيت بدل نه کړای شو. اوس هم د پاکستان حکومت او پوځ په دې سیمه کې ډېرسرخوږي لري. دا سیمه ناامنه ده او هره ورځ افراطیت پکې د پراخیدو په حال کې دی.

تر دې مخکې چې هند تجزیه شي او پاکستان جوړ شي، په ننني پاکستان کې ازادو قبایلو د مرکزي حکومتونو ډېر اطاعت نه کاوه. دې سیمې ته د مرکزي حکومت لاسرسی عموماً محدود و او د قبایلو د مشرانو له خوا برابرېده. دا اړیکه هم له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ وه. کله به چې د قبایلو د مشرانو د ګټو د خوندیتوب خبره نه وه، نو دا اړیکه نه ټینګېده. قبایلي سیمو ته د مرکزي حکومت د ځواکونو تلل تل له سرخوږیو سره مل وو او کله کله د پوځي نښتو لامل هم کېدل. دا سیمه اوس هم ورته وضعیت لري. د خيبر پښتونخوا ايالت جوړېدو او په دغه ايالت کې د قبایلو ادغام هم د دې سيمې عمومي وضعيت بدل نه کړای شو. اوس هم د پاکستان حکومت او پوځ په دې سیمه کې ډېرسرخوږي لري. دا سیمه ناامنه ده او هره ورځ افراطیت پکې د پراخیدو په حال کې دی.

په پاکستان کې قبایلي سیمې له مرکزي حکومته د سرغړونې په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله له پرمختګه  شاته ساتل شوې دي. یوه نښه یې د رسمي زده کړو نامطلوب حالت دی. دې حالت غیر رسمي او په مدرسو کې زده کړو ته زمینه برابره کړې ده. په دغو سیمو کې د ګڼو داسې دیني مدرسو جوړېدو چې نصاب یې د حکومت له خوا نه چمتو کیږي او دغه مدرسې عملأً د حکومت له کنټروله وتلې دي، د دې سیمو د ځوانانو ترمنځ د افراطیت د خپرېدو زمینه برابره کړې ده. د دغه بهیر په لړ کې افغان طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې له هېواده تر بې ځایه کېدو وروسته په دغو سیمو کې پناه واخیسته. طالبان چې اکثرویې د پاکستان د بنسټپالنې په مدرسو زده کړې کړې وې، د دې سیمو د ځوانانو لپاره د الګو په توګه د پاموړ وګرځېدل. د افغان طالبانو پراخ حضور او په دې سیمه کې د بنسټپالنې د مدرسو شتوالي یو شمېر ځوانان د افراطیت او ترهګرۍ لور ته بیولي دي. اوس په پاکستان کې ناامنۍ چې د داعش خراسان څانګې یا د پاکستاني طالبانو له خوا ترسره کیږي، په دغه هیواد کې د دیني مدرسو د زیاتوالي او افغان طالبانو ته د پناه ورکولو پایله ده. د پاکستان حکومت تر ډېره له همدغه خیبر پښتونخوا ایالته او البته ورڅېرمه بلوچستان ایالته ګواښل کېږي.

د مدرسو جوړول او د دغو مدرسو له خوا د افراطیت دودول د پاکستان د حکومت او د دغه هېواد د پوځ د تګلارې یوه برخه ده. د پاکستان پوځ د خپلو نیابتي ځواکونو په مټ خپل دښمن هند ته د ضرر رسولو او د افغانستان د اېل کولو لپاره له ترهګرۍ سره لوبه پیل کړې او تر اوسه یې دوام ورکړی دی. د افغان طالبانو جوړېدل او په دواړو دورو کې واک ته د هغوی رسېدل د همدې تګلارې يو محصول دى (البته د طالبانو رامنځته کېدل او په افغانستان کې د هغوى واک ته رسېدل څو لاملونه لري چې د پاکستان د ترهګرو د پاللو تګلاره یې یو لامل دی)، هغه اور چې د پاکستان جنرالانو بل کړی دی، له څه مودې راهيسې پخپله د پاکستان تر لمنې هم رسېدلی دی. په شاوخوا دوه نیمو کلونو کې چې افغان طالبان بیرته پر افغانستان واکمن شوي، پاکستانۍ ترهګرې ډلې هم هڅول شوي او انګېزه یې پیدا کړې ده. هغوی تصور کوي چې کولای شي مشروع حکومت مات کړي او د افغان طالبانو په څېر د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي. دا ډلې په ځینو مواردو کې ژور اختلافات لري، خو اکثره یې د پاکستان له حکومت سره په دښمنۍ کې یو بل ته لاس ورکوي. نو داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت عملاً د ترهګرو ډلو له یوه نا اعلان شوي اېتلاف سره مخ دی. دا ډلې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د پاموړ حضور او نه انکارېدونکی ځواک لري.

له هغو اختلافونو سره سره چې ترهګرې ډلې یې په ځینو مواردو کې سره لري، خو د هغوی مشترکات تر دغو اختلافونو غوښن دي. ځینې ​​​​وختونه دا ډلې یو بل ته د ځانمرګو ډلې په پور ورکوي یا یې پر یو بل پلوري. د دغو ډلو تر منځ د ځانمرګو بریدګرو پلورل او په پور اخیستل یو دود ګرځېدلی دی. د دغو ډلو غیر ځانمرګي ځواکونه هم ( د میداني جګړې ځواکونه) کله کله یو بل ته په پور ورکول کیږي. تېر کال په پاکستان کې په یوه برید کې فارسي ژبو طالبانو حضور درلود او په یوه ویډیو کې چې پخپله یې ثبت کړې وه، د پاکستان بیرغ په تېږو واهه او په فارسي ژبه یې خبرې کولې.

باورونه دا دي چې هغوی افغان طالبان وو، چې پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) ته په پور ورکړل شوي وو چې د هغه هیواد پر امنیتي ځواکونو برید وکړي. د رسنیو راپورونه دا هم څرګندوي چې یو شمیر افغان طالبان په څو پړاوونو کې له پولې اوښتې دي، څو د پاکستان په حکومت باندې په برید کې له ټي ټي پي سره مرسته وکړي. تېره میاشت د خیبر پښتونخوا ایالت په دیره اسماعیل خان کې د پاکستان د پوځ پر کاروان ځانمرګی برید وشو، چې لږترلږه ۲۳ افسران یې ووژل. وروسته سرچینو ادعا وکړه، چې ځانمرګی بریدګر قاري شاکر نومېده او د افغان طالبانو د ډلې غړی او د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی و. د دغه بريد مسووليت د «تحریک جهاد پاکستان» ډلې چې په ټي ټي پي پورې تړلې ده، پرغاړه واخیست.

له ترهګرو ډلو سره په نورو برخو کې هم همکاري شته. یوه له دغو برخو د بلې ډلې د برید د مسوولیت پرغاړه اخیستل دي. داعش خراسان تر ډېره په افغانستان کې پر ولسي غونډو او په ځانګړې توګه د شیعه هزاره وګړو پر ضد بریدونه کوي، خو داسې ښکاري چې ځیني بریدونه د نورو ډلو له خوا ترسره کېږي. په افغانستان کې تر ډېره طالبان د دا ډول بریدونو په ترسره کولو تورن دي. طالبان پرغونډو د بریدونو مخینه لري. له بلې خوا یو شمېر جنګیالي هم له طالبانو او هم له داعش سره اړیکې لري. که څه هم داعش او طالبان په افغانستان کې رسمي دښمني لري، خو په ډېرو مواردو کې چې نورې ډلې د سیاسي دلایلو له امله د خپلو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه شي اخیستلای، داعش خراسان مخې ته کیږي او مسوولیت یې پر غاړه اخلي. دا د طالبانو د بریدونو په تړاو هم اړخ لګولای شي. د دغو مسوولیتونو پرغاړه اخیستل د داعش لپاره ګټور دي؛ ځکه چې دا ډله د طالبانو په څېر د خلکو په منځ کې د وېرې د خپرولو له تګلارې کار اخلي، څومره چې تاوتریخجنه ښکاره شي، هومره وېره خپرولای شي. ځینې ​​وخت د دغو ډلو ترمنځ سمه همغږي نه کېږي او څو ډلې د یوه برید مسوولیت پر غاړه اخلي. د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په باجوړ سيمه کې د پروني بريد پړه داعش او ټي ټي پي دواړو په غاړه اخيستې ده. دا چاره په ډاګه کوي چې یوازې د داعش له خوا د برید مسوولیت منل د هغه د زبات لپاره باوري دلیل نه شی کېدای. تل دا احتمال شته چې د ترهګرو ډلو یو اېتلاف په یوه برید کې ښکېل وي او یا د یوې ډلې د برید مسوولیت بله ډله پرغاړه واخلي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x