روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۸:۳۷ ب٫ظ
ننې نیټه : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
تاریخ : ۰۱-۰۹-۱۴۰۳
ساعت : ۲۰:۳۷

اوچا وایې افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ۶.۷ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړې

پایگاه خبری تحلیلی روایت : د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر «اوچا» وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره بشري مرسته تر لاسه کړې ده.د دې دفتر په وینا، د ۲۰۲۲ کال پرمهال افغانستان ته شاوخوا ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته رسیدلې.هغه راپور چې تېره ورځ یکشنبه، ۱۳ د لړم خپور شوی، پکې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال دا اړتیاوې په بې مخینې توګه زیاتې شوې او د اړمنو شمېر ۲۹.۲ میلیونه وګړو ته ورسېد.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږی کوونکی دفتر «اوچا» وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارده ډالره بشري مرسته تر لاسه کړې ده.

د دې دفتر په وینا، د ۲۰۲۲ کال پرمهال افغانستان ته شاوخوا ۳.۳ میلیارده ډالره مرسته رسیدلې.

هغه راپور چې تېره ورځ یکشنبه، ۱۳ د لړم خپور شوی، پکې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال پرمهال دا اړتیاوې په بې مخینې توګه زیاتې شوې او د اړمنو شمېر ۲۹.۲ میلیونه وګړو ته ورسېد.

د اوچا په وینا، اوس چې وضعیت د هغه وخت په پرتله ښه شوی، د جګړې له امله کډوالي کمه شوې او په غذايي ناامني او فقر کې لږ ښه والی راغلی، خو افغانستان لاهم د طبیعي افتونو او د اقليمي او جیوپولیټيکي بدلونو او اغېزو پر وړاندې په متضرر حالت کې دی او دا ټول کولای شي نوې اړتیاوې را پیدا او شته اړتیاوې لا پسې تشدیدې کړي.

د اوچا په وینا، پر ښځو او نجونو بندیزونه لکه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په وروستي قانون کې چې لیدل کېږي، کولای شي بشري اړتیاوې زیاتې کړي.

اوچا په خپل راپور کې د بشرپالو مرستو پر اغېز هم خبرې کړي او ویلي یې دې چې د تېرو دریو کلونو پرمهال د مرستندویانو په مرستې سره نه یوازې په افغانستان کې د کاختۍ مخنیوی شوی دی، بلکې د هغو خلکو شمېر هم په پام وړ توګه کم شوی چې له سختې غذايي ناامنۍ سره مخ وو.

همدا راز د اوچا په وینا، د اوبو له لارې د ناروغیو خپرېدل کم شوي، د روغتيايي خدماتو وړاندې کېدلو نه یوازې دا چې دوام کړی بلکې نویو ځایونو ته غزېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو همغږي کوونکي دفتر د طالبانو بندیزونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۱ کال پرمهال له ۳۷۱ دستور العملونو څخه ۷۱ دستور العملونه چې پر بشرپالو مرستو اغېز کوي، په مرسته رسونه کې یې د افغانستان د ښځو ګډون په مستقیمه توګه هدف ګرځولی.

اوچا زیاته کړې، په دې لړ کې له پام وړ ننګونو سره-سره بشرپالو فعالانو په نه ستړې کېدونکې توګه هڅه کړې چې له ارزونې څخه واخله د مرستې د رسولو تر برخې پورې په ټولو بشرپالو اقداماتو کې د افغان ښځو ګډون خوندي کړي.

دې دفتر ويلي، چې د بشري مرستو ورکوونکي اړخونه د مرستو ورکولو ته ژمن دي، البته که د بودیجې کچه ټیټه شي نو په وروستیو کلونو کې لاس ته راغلې لاسته راوړنې به معکوسې شي او متضرر وګړي به یو ځل بیا له نور کړاو او رنځ سره مخ شي.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x