د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) د خپل وروستي راپور له مخې وایي چې د افغانستان په اپرېل میاشت کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د راپور له مخې، طالبانو یوازې په یوه میاشت کې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي، چې پکې ۱۶ نارینه او ۱۳ ښځینه کارکوونکې شامل دي.
دغه اداره وایي، په دغه موده کې د بشري کارکوونکو پر وړاندې ټولټال اووه پېښې ثبت شوې دي، چې په هغو کې د طالبانو له لوري تهدیدونو او لفظي ځورونې هم شاملې دي.
دا ډول پېښې نه یوازې د کارکوونکو رواني او فزیکي حالت ته زیان رسوي، بلکې د بشري مرستو په لارو چارو کې هم خنډ جوړوي.
د اوچا په وینا، په اپرېل کې د ټولو راپور شویو پېښو ۱۸٪ یې د جنسیت پر اساس وې، چې زیاتره یې ښځینه کارکوونکي تر فشار لاندې راغلي دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره همدارنګه راپور ورکوي چې په همدې میاشت کې د طالبانو د لاسوهنې له امله ۳۵ بشري فعالیتونه ځنډول شوي دي.
دغه محدودیتونه د بشري مرستو پر فعالیتونو اغېز لري او د مرستو رسولو په چارو کې خنډونه رامنځته کوي.
اوچا زیاتوي چې د طالبانو لخوا د بشري مرستو په برخه کې محدودیتونه په اپرېل کې د تېرو میاشتو په پرتله ۱۱٪ زیات شوي دي، چې دا وضعیت د افغانستان په عملي چاپېریال کې لا نور ګډوډي راولي.
اړوندې لیکنې :
- طالبانو د هرات حوزوي روغتون څلور کارکوونکي نیولي دي
- اوچا: افغانستان له یوه پیچلي بشري ناورین سره مخ دی
- اوچا: په افغانستان کې ۵۲ سلنه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لري
- د بشري حقونو شورا ملي راپور: له طالبانو سره هر ډول تعامل باید بشري حقونو ته په درناوي مشروط وي
- د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې د تصویب ٧٥ کلیزه او له بشري حقونو د طالبانو په سرغړونو نیوکې
- طالبانو د ۹۱ ښځو په ګډون د ملي راډیو تلویزیون ۳۰۰ کارکوونکي تنقیص کړي