روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۵:۴۶ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۸-۰۶-۱۴۰۳
ساعت : ۰۵:۴۶

اوچا: افغانستان له یوه پیچلي بشري ناورین سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې افغانستان د ټولنيزو او روغتيايي خدمتونو د نسبي پرځېدو په ګډون د شته نابرابريو او زيانونو له کبله له يوه پیچلي بشري ناورين سره مخ دى.

اوچا سې‌شنبه، د کب پر ۸مه په يوه راپور کې ویلي، د اقليمي بدلون له کبله طبيعي پېښې به د افغانستان ننګونې چې د څو لسيزو راهيسې دغه هېواد په جګړه کې ښکېل دی، لا پسې زیاتوي.

د دغه بنسټ په خبره، افغانستان د نړۍ په هغو ۱۲ هېوادونو کې شامل دی چې له اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو سره مخامخ دي.

د اوچا په راپور کې راغلي: «د اقلیمي بدلون اغېزې او د اوبو د کمښت ناورین د افغانستان او د دغه هېواد د خلکو لپاره یوه پیچلې ننګونه ده چې نږدې ۸۰ سلنه یې د خپلو ورځنیو اړتیاوو د پوره کېدو لپاره په طبیعي زیرمو متکي دي.»

د دغه بنسټ په وینا، افغان ښځې او نجونې د طالبانو له لوري، په افغانستان کې سختو محدودیتونو ته په پام سره، ډېرې زیاتې د شته ننګونو تر اغېز لاندې راغلي دي.

اوچا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ سره دغه هېواد د نړۍوالو مذکراتو له سټیجه ګوښه شوی او په تېرو دوو کلونو کې د اقلیمي بدلون په نړۍوالو ناستو کې هېڅ افغان استازي ګډون نه دی کړی.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x