روایت
هر ګړې د کابل په وخت : ۶:۰۹ ق٫ظ
ننې نیټه : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
تاریخ : ۱۶-۰۴-۱۴۰۳
ساعت : ۰۶:۰۹

اوتنبایوا په امنیت شورا کې: افغانستان د بې‌ثباتۍ سرچینه او د نړۍ لپاره لویه ننګونه ده

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا ویلي چې دا هېواد د بې‌ثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه ده.

اوتنبایوا چهارشنبه د کب پر ۱۶مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته ویلي چې طالبان دې د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو بشپړو حقونو ته درناوی وکړي.

د یوناما مشرې زیاته کړې: «افغانستان د بې‌ثباتۍ، اورپکۍ او نړۍ ته یې د صادرېدو سرچینه، د لږ تر لږه ۸۵ سلنې تریاکو سرچینه او د میلیونونو کډوالو خاوره ده.»

هغې زیاته کړې چې طالبان دې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي؛ ځکه په خبره یې، دمګړۍ دا پوړ ان په ټولنه کې له تګ راتګه وېره لري.

روزا اوتنبایوا یادونه کړې چې افغانستان نړۍ ته یوه لویه ننګونه ده.

د نوموړې په خبره، په نړیواله ټولنه کې د طالبانو د منلو شرط د افغانانو غوښتنو له پام کې نیولو سره تړلی دی.

هغې زیاته کړې چې اوسنی نسبي امنیت د ستاینې وړ دی؛ خو په ټکو یې، دا په لویه بېه ترلاسه شوی دی.

ورته مهال، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د امریکا استازې ویلي چې طالبان د زده‌کړو او کار په برخه کې پر افغان ښځو او نجونو لګول شویو بندیزونو ته دوام ورکړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې واشنګټن له افغان ښځو سره په ټولنه کې د بشپړ ګډون په موخه مرسته کوي.

د هغې په خبره، ۸۵ سلنه افغانان غواړي چې په دغه هېواد کې ښځې او نجونې زده‌کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

نوموړې زیاته کړې: «د ښځو حضور له ټولنې سره مرسته کوي چې لا زیات زغم او انعطاف ولري.»

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر نجونو او ښځو پراخ بندیزونه لګېدلي دي.

که څه هم په دې موده کې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې په وار وار د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې؛ خو طالبانو بابېزه ګڼلې ده.

0 0 votes
امتیازدهی به مقاله
Subscribe
Notify of
0 نظرات
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x